ستاسي غږ: دولسي جرگې روانه لانجه څنگه هواريدلاى شي

Image caption د پارلماني ټاکنو نهه میاشتي تیرې شوي خو د پایلو پر سر لانجه یې ورځ په ورځ زیاتیږيږي

په افغانستان کې د ولسي جرگې د ټاکنو د پايلو له اعلانه شاوخوا نهه مياشتې وروسته، لا هم د دغوټاکنو په تړاو رامنځته شوې لانجه روانه ده.

دغې لانجې وروسته له هغه لا زور واخيست، چې د ولسمشر کرزي له لوري د ټاکنيزو شکايتونو د ارزونې جوړې شوې ځانگړې محکمې څه موده د مخه، پريېکړه وکړه چې د ولسي جرگې دوه شپېته اوسني غړي بايد له ولسي جرگې وايستل شي.

په داسې حال کې، چې معترضو کانديدانو له دې پرېکړې ملاتړ وکړ، خو د ولسي جرگې بې اعتباره اعلان شوي غړي يې په مخالفت ودرېدل.

څو ورځې دمخه، د ايستناف محکمې هم د ځانگړې محکمې د پرېکړې په ملاتړ پرېکړه وکړه، خو لانجه هواره نه شوه او په پاى کې ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو له خپلواک کميسيونه وغوښتل، چې دغې لانجې ته د پاى ټکى کېږدي.

د دغه کميسيون مشر فضل احمد معنوي وويل، چې د ارزونو له مخې يې ښايي چې د ولسي جرگې دوه شپېته غړي نه، خو يوشمېر جرگه کې خپل غړيتوب له لاسه ورکړي.

خو د ولسي جرگې بې اعتباره اعلان شوي غړي او د قانون پلي کولو په نامه د هغوى ملاتړې ډله، د ټاکنو کميسيون دغې احتمالي پريکړې پرضد ودرېدله او گواښ يې وکړ چې ملاتړي به يې په پراخوا حتجاجونو لاس پورې کړي. په همدې حال کې معترضو کانديدانو هم ويلي، چې د ځانگړې محکمې پرېکړه بايدبدله نه شي.

پرون په و لسي جرگه کې يوه درېيمه ډله هم جوړه شوه، چې خپله موخه د روانې لانجې حل بولي.

تاسو څه فکر کوي، دغه ډول يو حالت کې چې هره ډله پر خپل دريځ ولاړه وي او نه غواړي چې جوړجاړى وکړي، دغې لانجې ته څنگه د پاى ټکى ايښودل کېدلاى شي؟

که په د ې اړه پوښتنه لرﺉ او يا غواړﺉ چې خپل وړانديزونه او نظريې له موږ سره شريکې کړﺉ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنگ ووهئ.

00442078360331

دارنگه دبرښناليک په دې پته هم خپلې نظريې راستولې شئ

Pashto@bbc .co.uk