مدني ټولنې: د بُن په ناسته کې طالبان ورګډ کړﺉ

د بن ناسته ۲۰۰۱
Image caption په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د بُن دویم کنفرانس به د روان کال په دسمبر میاشت کې جوړ شي.

په کابل کې لسګونه مدني ټولنو په یوه غږ د بُن په دویمه جوړېدونکې غونډه کې وسله والو طالبانو ته د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.

دغو نسبتاً لږو پېژندل شوو مدني ټولنو ویل، دا چې د بُن په دویمه ناسته کې ټولې هغې جګړه مارې ډلې ګډون کوي، چې د وروستیو درو لسیزو په جګړو کې ښکېلې وې، طالبانو ته هم باید په دې کنفرانس کې د ګډون کولو حق ورکړل شي.

پر همدې مهال، د افغانستان ډېری مدني ټولنې وايي په دې ناسته کې د هېڅ کومې جګړه مارې ډلې ګډون د افغانستان په ګټه نه دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناامنیو او تاوتریخوالي لمن ورځ تربلې پراخېږي، د بُن په دویم جوړېدونکي کنفرانس کې د وسله والو طالبانو د ګډون مساله لاهم ناڅرګنده پاتې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې د طالبانو حضور د سولې د هڅو په پرمختیاوو پورې اړه لری.

بل خوا، وسله والو طالبانو هم نه یوازې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبره رد کړې، بلکې خپل بریدونه یې لاپسې ډېر کړي دي.

پر همدې مهال، یوشمېر مدني ټولنو چې شمېر یې شاوخوا ۴۰ و، د 'مدني ټولنو د همغږۍ د جرګې' په نامه په یوه خوله په کابل کې اعلان وکړ، چې د بُن په کنفرانس کې دې طالبانو ته برخه ورکړل شي.

ددغې جرګې غړی عبدالستار سعادت وايي، په جګړه کې د نورو ښکېلو غاړو ترڅنګ، د طالبانو ګډون د سولې له بهیر سره همکاري کوي:

''د طالبانو له حضور څخه زموږ هدف دا دی، هغه نورې غاړې چې ځانونه ټلواله بولې یا نور سیاسي خوځښتونه لري، باید د بُن په کنفرانس کې د افغانستان د برخلیک په اړه بحث وشي، ددوی هغه کسان چې ګډون کوي، باید راوبلل شي چې دا کار د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي. ''

د جرګې یوه بلې غړې سایره شریف بیا وايي، که چېرې د بُن په دویم کنفرانس کې د طالبانو حضور ته پام ونه شي، پایله به یې د بُن د لس کاله مخکې لومړۍ غونډې په څېر نیمګړې وي:

''د طالبان رژیم منفي او مثبت دواړه اړخونه لرل، خو بیا هم د یوه قدرت په توګه دوی ته ځای نه دی ورکړل شوی، که د بُن په دویم په کنفرانس کې بیاهم بې برخې شي، نو فکر کوم چې پایلې به یې لکه د لومړي کنفرانس په څېر نیمګړې وي. ''

د مدني ټولنو د همغږۍ د جرګې غړو د سولې پر عالي شورا هم تور پرې کړ، چې په وینا یې د سولې له بهیر سره د طالبانو په یوځای کېدو کې له زړه هڅې نه کوي.

Image caption ښاغلي رفیع د بُن د دویم جوړېدونکي کنفرانس په اړه اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې په دغه کنفرانس کې د بحث وړ موضوع ګانې په ډاګه کړي.

ددغې جرګې په استازیتوب حبیب الله رفیع پخپلو خبرو کې وویل، د سولې د عالي شورا په مشرتابه کې داسې کسان شته، چې په خبره یې د خپلو امتیازاتو د لاسه ورکولو له وېرې له طالبانو سره د خبرو پلویان نه دي:

''د بُن لومړی غونډه یوه داسې غیرعادلانه غونډه وه، چې د افغانستان په ولس یې داسې کسان مسلط کړل، چې ملت ته هېڅ مخ نه لري، د طالبانو حکومت ډېرې نیمګړتیاوې درلودې، خو په هېواد کې یې بشپړ امنیت ټينګ کړی ، د نشه یي توکو مخه یې نیولې وه، د ملي وحدت د ټينګښت لپاره یې د هېواد نژدې ۹۵ خاوره تر واک لاندې راوستې وه. ''

ښاغلي رفیع د بُن د دویم جوړېدونکي کنفرانس په اړه اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې په دغه کنفرانس کې د بحث وړ موضوع ګانې په ډاګه کړي.

په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د بُن دویم کنفرانس به د روان کال په دسمبر میاشت کې جوړ شي.

ورته مطالب