روسیه به هرکال پر افغانستان ۵۰۰ زره ټنه تېل پلوري

تېل
Image caption افغانستان د ملکي او پوځي دواړو برخو لپاره په کال کې شاوخوا درې ميليونه ټنه تيلو ته اړتيا لري چې له ترکمنستان، روسيې، ايران او پاکستان نه يې واردوي.

افغانستان او روسيه سره سلا شوي چې په کال کې به تر ۵۰۰ زره ټنه تېل په نړيواله بيه په افغانستان پلوري.

له روسيې د واردېدوږنکو تېلو يوه برخه به د تېلو د دولتي تصديو له لوري اخېستل کېږي چې وکولی شي په ازاد بازار کې سيالي وکړي او بېې کابو کړي.

د سوداګرۍ وزارت ډاډه دی چې دا تړون به به د تيلو هغه بېې کابو کړي چې له وروستيو څو مياشتو مخ پورته روانې دي.

افغانستان په ټوليز ډول په کال کې شاوخوا درې ميليونه ټنه تېلو ته اړتيا لري چې ډېره برخه يې له ايران، روسيې او ترکمنستان نه واردېږي.

افغان حکومت بلاخره د تېلو د پورته شوې بيې د کابو کولو لپاره د تېلو له دريو سترو روسيي شرکتونو سره د تېلو تړونونه لاسليک کړل.

د نوي تړون جزييات دا دي چې اوس به افغانستان هر کال له روسيې نه تر ۵۰۰ زره ټنه پورې تېل په نړېوال قيمت له پنځو تر شپږ ډالرو تخفيف سره اخلي.

په تړون کې د تېلو واردول يوازې په افغان سوداګر پورې محدود نه دي، بلکې د تېلو د دولتي تصديو ونډه هم په کې معلومه ده.

د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي وويل دا به د تېلو د بيو په کنټرولولو او په ازاد بازار کې د سيالۍ په برخه کې د دوی لاس ازاد وساتي:

''د دغې موافقې له مخې موږ پوهېږو چې په کومه کچه نفتي مواد له روسيې نه راځي، په کومه بېه اخيستل کېږي، د ترانسپورت لګښت يې څومره دی او په څو بايد وپلورل شي. دا د بيو په ټاکلو او دغه راز په ازاد بازار کې د رقابت په برخه کې له موږ سره مرسته کولی شي.''

وزير انوارالحق احدي وويل د راتلونکې پلانونه يې دا دي چې له روسيې سره شوي ورته تړونونه له ايران او ترکمنستان سره هم وکړي.

په افغانستان کې د تيلو د يوه لېټر بيه وروسته له هغه له ۶۰ افغانیو پورته وخته چې ايراني چارواکو د ځينو لاملونو له کبله د افغان سوداګرو د تېلو په سوونو ټانکر له افغانستان سره پر پوله په ايراني لوري کې ودرول.

د انځور حقوق Getty
Image caption وزير انوارالحق احدي وويل د راتلونکې پلانونه يې دا دي چې له روسيې سره شوي ورته تړونونه له ايران او ترکمنستان سره هم وکړي.

که څه هم افغان حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره بیا بيا له ايراني چارواکو سره وکتل، خو داسې برېښي چې خبرو يې مثبتې پاېلې نه لرې او همدې افغانستان اړ کړ چې مخ روسيې ته واړوي.

د تېلو د بيو د پورته کېدو پر وړاندې په کور دننه د خلکو د چغ د پورته کېدو په ځواب کې د سوداګرۍ وزارت د تيلو ټولو پمپ سټېشنونو ته لارښوونه وکړه چې يو لېټر تېل په ۵۷ افغانيو وپلوري، خو تر ډېره يې څوک په خوله نه کوي.

اوس اټکل دا دی چې له روسيې نه د وارېدونکو تېلو اعلان به هم ډېر ژر د تېلو پورته ختلې بيې راښکته کړي.

افغانستان د ملکي او پوځي دواړو برخو لپاره په کال کې شاوخوا درې ميليونه ټنه تيلو ته اړتيا لري چې له ترکمنستان، روسيې، ايران او پاکستان نه يې واردوي.

ورته مطالب