د افغانستان په ځینو پوهنتونو کې د شپې پوهنځي جوړېږي

زده کوونکې د انځور حقوق Getty
Image caption اوس مهال یوازې کابل پوهنتون شپې پوهنځی لري چې نژدې ۵۰۰۰ محصلین یې په بېلابېلو څانګو کې پر زده کړو بوخت دي.

افغان حکومت د لومړي ځل لپاره ددغه هيواد په يو شمير ولايتي پوهنتونونو کې شپې پوهنځي پيلوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ددې چارې لپاره يې وار له مخه په ځينو ولايتونو کې چمتووالى نيولى دى.

د ياد شوي وزارت چارواکي وايي هيله من دي چې په ولايتونو کې د شپې پوهنځيو په پرانیستلو سره به د لوړو زده کړو د لېوالو زده کوونکو د منلو کچه لوړه لاړه شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي په پیل کې ننګرهار، کندهار، هرات او بلخ پوهنتونونو کې د شپې پوهنځیو دروازې پرانیزي او په راتلونکې کې به د هېواد ټولو پوهنتونونو ته وغځول شي.

د یاد شوي وزارت ویاند عظيم نوربخش وايي هڅه یې دا ده چې په بېلابېلو ادارو کې کار کوونکو کسانو او نورو فارغانو ته د لوړو زده کړو دروازې پرانیزي.

ښاغلي نوربخش وویل چې په ولایتونو کې د شپې پوهنځيو د پرانیستلو پيلیزې چارې له مخې ترسره شوې دي:

''د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هوډ لري چې په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان په ولایتونو کې ۲۲ شپې پوهنځي جوړ کړي، له نېکه مرغه وزارت ډېرې هڅې کړې، چې په معیاري توګه دا کار ترسره شي. کارونه یې مخکې پیل شوي دي.''

تر اوسه نه ده څرګنده چې د ولایتي پوهتونونو په شپې پوهنځیو کې به په کوم شمېر کې محصلین زده کړې کوي.

خو وايي هیله من دي چې لوړو زده کړو ته ډېر لېواله ځوانان به له دې نوې اسانتیا پوره ګټه پورته کړي.

اوس مهال یوازې کابل پوهنتون شپې پوهنځی لري چې نژدې ۵۰۰۰ محصلین یې په بېلابېلو څانګو کې پر زده کړو بوخت دي.

تر ډېره هغه محصلین شپې پوهنځی وايي چې حکومت کارکوونکي دي او یا هم هغه ځوانان دي چې د ورځې کاروبار کوي.

ورته مطالب