'په هلمند کې کلیوالو دوه طالبان په تیږو وژلي'

هلمند
Image caption پېښه د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې شوې ده.

د افغانستان د سوېلي ولایت هلمند ځايي چارواکي وايي، په ناوې ولسوالۍ کې د تېرې شنبې ورځې پر ماخوستن وروسته تر هغه دوه وسله وال طالبان په تیږو ووژل، چې یو سپین ږیری یې د تراویح تر لمانځه وروسته په ډزو وواژه.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي پېښه تایید کړه او وویل، چې د تېرې شنبې ورځې ماخوستن دوو وسله والو طالبانو د باریداد په نامه یو ۶۰ کلن سپین ږیری د تراویح له لمانځه وروسته وواژه.

چارواکي وایې دغو طالبانو یو ۶۰ کلن سپین ږیری په دې تور وژلی و چې ګني په لښکرګاه کې یې حکومتي ادارو ته جاسوسي کوله.

د هلمند چارواکي وایې ددغه سپین ږیري کس دوو زامنو دغه طالبان بې وسلې کړل او بیا د سیمو د خلکو له خوا په ډبرو وویشتل شول.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي بي بي سي ته ددې پېښې پخلی وکړ.

ښاغلی احمدي وایي په دې ولایت کې ډېری وختونه طالبان له خلکو مالیه، یا نورې پیسې یا ډوډۍ په زور غواړي چې همدې کار د خلکو غوصې راپارولې دي.

دی وایي په دې وروستیو کې خلکو څو ځلې نور هم د طالبانو د کړنو پر وړاندې توند غبرګونونه ښودلي وو، خو ددغو دوو طالبانو په ډبرو وژنه په خپل ډول کې لومړنۍ ده چې په دېې ولایت کې کیږي.

د پېښې د څرنګوالي په اړه مو د طالبانو د غبرګون د اخيستلو هڅې وکړې، خو بریالي نه شوو.

خو د راپورونو له مخې، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي یوې رسنۍ ته دا پېښه رد کړې او ویلي یې دي چې ښایې پېښه د کلي په کچه یوه بله شخړه کې رامنځ ته شوې وي.

ورته مطالب