د مخابراتو وزرات د مخابراتي غلو دوه شبکې نیولې

د انځور حقوق BBCpashto.com
Image caption د مخابراتو وزارت وايي له شبکو سره یې د تړاوو په تور یو پاکستانی نیولی او یو افغان نیولي او د یو بل ایراني او د هغه افغان ملګري لټون روان دی.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي د مخابراتي غلو دوه داسې شبکې یې نیولې چې د هېواد د امنیتي او اقتصادي ګټو پر ضد یې فعالیت کاوه.

چارواکي وايي دغو شبکو ښايي د افغان حکومت د لوړې کچې چارواکو پټې او د راز خبرې هم ثبتې کړې وي او د نا امنیو په یو شمېر پېښو کې هم ښکېلې وي.

یادې شوې شبکې په کابل او شمالي ښار پلخمري کې نیول شوې چې له نورو مخابراتي شبکو نه د پیسو د غلا کولو تور یې پر غاړه دی.

د مخابراتو وزارت وايي له شبکو سره یې د تړاو په تور یو پاکستانی نیولی او یو افغان نیولي او د یو بل ایراني او د هغه افغان ملګري لټون روان دی.

د مخابراتي غلو نیول شوي سیمکارتونه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي دغه شبکې له شپږو سېم بکسونو نه جوړې وي،چې کورد ننه یې د یوشمېر نورو خصوصي مخابراتي شبکو د سیمکارتونو او کریډېټ کارتونو پر مټ بیلا بېل او ناقانونه فعالیتونه کول.

د نا امنیو او یو شمېر جنايي پېښو کې د دغو شبکو ښکیلتیا،دلوړ پوړو افغان حکومتي چارواکو دټېلیفوني مکالمو ثبتول اود خصوصي شرکتونو د پېسو غلا کول د یادوو شوو شبکو ناقانونه فعالیتونه بلل کیږي.

وزارت شک لري چې ښايي وسله والوطالبانواو ځېنونورو اقتصادي مافیايي کړیوله دغو شبکونه دافغانستان دملي ګټو خلاف کار اخیستی وي.

د مخابراتو وزارت وايي دا ډول شبکې د یوې کوچنۍ مخابراتي دستګاه پر مټ په بهر کې له یوې ورته بلې شبکې سره داړیکې ټېنګولو له لارې، مخابراتي مکالمې غلا کېږي او د ټیلې فوني خبرو لګښت د اصلي شبکې پرځای مخامخ د دغو مخابراتي غلو جيبونو ته ورځي.

دوه دغه راز د هرچا غږ چې غوښتی وي ثبتولی اوبهر ته لیږدولی شي.

وزارت وايي دغه شبکې په کابل او شمالي ښار پلخمري کې نیولي چې په خبره یې د کابل هغه یې له تېرو دریو کلونو راهیسې فعالیت کاوه، او ارزښت یې ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

چارواکي وايي له یو شمېر نورو ولایتونو نه یې هم د ورته ځینو ناقانونه شبکو د فعالیتو خبر ترلاسه کړی دی چې غم به یې وخوري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت دا هم وايي چې په تېرو څو کلونو کې یې دا ډول نورې ۲۶ شبکې له منځه وړي او په تړاوو یې دولس بهرني او کورني کسان محاکمه شوي هم دي.

ورته مطالب