ستاسې غږ: ټولگټو پروژو ته امنيتي گواښونه

رغنيز کار

د رغنيزو چارو په کارکوونکو ډېری بريدونه په لويديځو او ختيځو ولايتونو کې شوې دي.

ولسمشر حامد کرزي د هغو کارکوونکو د لا امنيتي خونديتوب لارښوونه کړې چې د برېښنا پر بندونو، لويو لارو، مخابراتي پروژو او کان ايستنې کار کوي.

لارښوونه تر هغه وروسته وشوه چې حکومت د امنيتي گواښونو له امله د گڼو دا ډول پروژو د ورو کېدو يا ټپې درېدنې خبر ورکړ.

چارواکي وايي د هغو کورنيو او بهرنيو شرکتونو پر کارکوونکو چې په هرات، فراه، کونړ، ننگرهار، لغمان، پکتيکا، غزني او بغلان کې د اوبو او برېښنا بندونو پر ودانولو بوخت وو، بريدونه شوي، لسگونه يې وژل شوي، ټپيان شوي يا تښتول شوي دي.

د سړک جوړونې برخه هم له همدا ډول گواښونو سره مخامخ ده چې له امله يې پر گڼو لويو لارو، مثلا" د کابل – جلال آباد پر دويمې لارې کار ټپ درېدلى دى.

د دغو گواښونو تړاو له طالبانو سره ښودل شوى چې پخپله وينا، بيا رغاونه د بهرني يرغل د پاييدو نښه بولي.

خو ځينې وايي چې ښايي په دې کې نور عوامل هم ونډه ولري.

د لويو رغنيزو او ودانيزو پروژو ساتنه څنگه شونې ده؟ حکومت وايي چې ځانگړي پوليس ورته گوماري، تاسې يې بس بولئ؟ فکر کوئ د سيمو اوسېدونکي هم ونډه درلودلى شي؟

خپل نظر راته وواياست او ستاسې غږ کې راسره د پنجشنبې پر ماښام گډون وکړئ. د اړيکو شمېره ده: 0044 207 836 03 31

لنډ نظر مو پر برېښنا ليک هم راسره شريکولى شئ: pashto@bbc.co.uk

يوه بله لار د لنډو ټېلېفوني پيغامو ده چې پر ملفون (موبايل) يې دې شمېرې ته راواستوئ:0044 77 86 20 88 88

د ټولگټو پروژو د امنيتي خونديتوب لارې- د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .