ولسي جرګه : د ټاکنو د کمیسیون پریکړه نه منو

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون وروستۍ پريکړې يو وارې بيا په ولسي جرگې کې ناندريزو خبرو ته لاره هواره کړه او جرگه وال يې پخپلو کې په دوو ډلو سره وويشل .

ځينو استازو د دغو کړکيچونو د هوارولو لپاره دريمه لاره غوره بلله ، خو ځيني نور بيا پر همدغه دريځ ټينگ ولاړ وو چې د ټاکنو د کميسيون پر پريکړه دې سره کرښه راکاږل شي .

په جرگه کې د تودو او تندو بحثونو وروسته د رايو په اکتريت د ټاکنو د خپلواک کميسيون وروستۍ پريکړه چې په جرگې کې يې د نهو تنو د ادلون بدلون په تړاو کړې ناقانونه وبلله او په دې تړاو د جرگې دويم مرستايل احمد بهزاد هغه مصوبه ولوستله چې د همدغو نهو تنو استازو برخليک ورسره تړلى و .

(( د افغانستان د ملي شورا ولسي جرگه په خپل پخواني دريځ ټينگه ولاړ ده او په دې خبرې ټينگار کوي چې د ټاکنيزو شکايتونو پريکړې وروستى دي . د تاکنو د خپلواک کميسيون په گډون هيڅ يوه اداره او بنسټ د ټاکنو په پايلو کې د بدلون راوستو واک نه لري . يو ځلې بيا په ټينگار سره د دې خبرې يادونه ضروري بولو چې د جرگې په جوړښت کې هر ډول بدلون نا قانونه دی او په ډاگه دا وايو چې په دغه جوړښت کې د نهو تنو په اړه د تاکنو د کميسيون وروستى پريکړه حقوقې بڼه نه لري او د ولسي جرگې له خوا هغه نا قانونه او بې اعتباره ده . ))

د افغانستان د ولسي جرگې له دغه دريځه داسې ښکاري چې ښايي په دې سره به دغلته پارلماني جړې ،چې له شاوخوا له يوه کاله مخکې پيل شوي ، نورې هم پسې پيچلې شي .

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې وروستيو کې د دغو جړو د غوڅولو په موخه د ټاکنو کميسيون ته د يوه فرمان له مخې دنده سپارلې وه چې په اړه يې پريکړه وکړي .

ښاغلي کرزي هيله ښکاره کړې وه چې د ټاکنو د کميسيون پريکړه به هم د جرگه والو او هم به د معترضو کانديدانو د قناعت وړ وگرځي، خو داسي ښکاري چې لدې پریکړې سره هم لانجه پر خپل ځای ده.

د دغې پريکړې نه ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې ننگه کړې او هغه يې په دغه هيواد کې د کړکيچ د پاى ته رسولو لپاره سمه لار بللې ده .

ورته مطالب