په کابل کې لس خصوصي ښوونځي وتړل شول

Image caption د پوهني چارواکي : په یو شمیر خصوصي ښوونځیو کې درسي نصاب ډیر کمزوری دی .

د پوهنې وزارت له خوا د کابل ښار اوه شپیته خصوصي ښوونځي څارل شوي چې یواځې د ګوتو په شمېر ښوونځیو پرته د نورو حالت د قناعت وړ ندی بلل شوی.

په خصوصي تعلیمي موسسو کې ټیټه تعلیمي سویه، د مسلکي ښوونکو نه شتون، د لوړو او پرله پسې فیسونو اخیستل عمده ستونزې بلل شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزرات مرستیال وزیر صدیق پتمن وايي د کابل ښار د ۶۷ خصوصي تعلیمي موسسو له ډلې څلور یې تر ټولو غوره بلل شوي او د دیارلسو نورو فعالیت مناسب ارزول شوی، خو پاتې نور خپلې ګڼې ستونزې لري.

'' څوارلسو منځنیو ښوونځیو ته اړینه توصیه وکړه ، شپاړسو ښوونځیو ته مولیکلې ګواښنه یا اخطار ورکړی دی، پنځه ښوونځي مو په منځني ډول څلوېښت زره افغانۍ جریمه شوي، شپږ ښوونځي مو پنځوس زره جریمه کړي، د دریو ښوونځیو فعالیت مو ځنډولی او لس ښوونځي مو تړلي دي ''

د خصوصي ښوونیزو موسسو تر څنګ پر دولتي ښوونځیو هم نیوکې کیږي چې زده کوونکو ته اړینې آسانتیاوې نه شي برابرولای او ګڼې ستونزې لري. ښاغلی پتمن هم دا مني چې په دولتي ښوونځیو کې یو شمېر ستونزې شته، خو وايي چې د خصوصي ښوونځیو په پرتله د دولتي ښوونځیو معیار او د زده کړو کچه ډېره لوړه ده.

په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر قاضي غلام سخي اقبال وايي ښايي خصوصي ښوونځي ځینې نیمګړتیاوې ولري، خو له افغان حکومته غواړي چې ددې ستونزو په لېرې کولو کې مرسته ورسره وکړي.

Image caption د خصوصي ښونځیو ۹۹ سلنه خپل شخصي ودانۍ نلري

د پوهنې وزارت چارواکو دا هم وویل چې هیڅوک حق نه لري په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي په بهرنیو ژبو لوست ورکړي.

اوس مهال په خصوصي ښونځیو کې زده کوونکو ته له لومړي ټولګي څخه په انګریزي ژبه لوست ورکول کیږي .

دا مهال په ټول افغانستان کې ۵۲۱ خصوصي تعلیمې موسسې شته چې شاوخوا ۱۶۰ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي چې دا د ټول هېواد په کچه د زده کوونکو دوه سلنه جوړوي.

د پوهنې وزارت چارواکو دا هم وویل چې د خصوصي ښوونځیو ۹۹ سلنه یې خپلې شخصي ودانۍ نه لري او د کارکوونکو قانون هم نه پکې پلی کیږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي د څارنې دا بهیر به په جدي ډول د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځوي.

ورته مطالب