په پکتیا کې پنځه تښتول شوي مسافر وژل شوي

هغه پنځه تنه مسافر چې يوه اوونۍ وړاندې وسلوالو کسانو د پکتیا په څنکنیو ولسوالۍ کې تښتولي وو ، وژل شوي د ي.

دغه مسافر د پاكستان له كورمې ايجنسۍ څخه د پكتيا له لارې كابل او بيا پيښورته روان وو چې له لاري راوګرځول شول .

په وژل شویو کسانو کې څلور نارینه او یوه ښځه وه . دوی ټوله د شیعه مذهب پیروان ول چې وسلوالو کسانو تر برمته کیدو وروسته نامعلوم لوري ته بیولي ول .

د پکتیا د والي مرستیال عبدالرحمن منګل وایې ددغو کسانو مړي نن سهار د څمکنیو ولسوالۍ په یوې غرنۍ سیمي لواړي کې موندل شوي .

ښاغلی منګل وایې د پیښي د څرنګوالي په اړه یې پلټنه پیل کړې او په سیمه کې یې له قومونو هم غوښتې چې ددغو وسلوالو په موندلو کې مرسته ورسره وکړي .

‫''موږ څو څو ځلي د څمکنیو او جانیخیل ولسوالیو له مشرانو وغوښتل چې ددې پیښي عاملین ومومي او قانون ته یې وسپاري ، چې په راتلونکي کې ددې ډول پیښو د تکرار مخنیوی وشي .''

له تيرو دريو كلو راهيسې د كورمې ايجنسۍ اوسيدنكي چې د شعيه مذهب پيروان دي په سيمه كې د مذهبي تاوتريخوالي له امله نشي كولاى د پاكستان دهنګو او ټل سيمو له لارې پيښورته لاړشي.

دوئ دپاكستان د پاړه چنار او صدې له سيمې د افغانستان خاورې ته را اوړي .لومړى پكتيا ولايت بيا كابل، ننګرهار او بيا د تورخم له لارې پيښور ته ځي .

تر اوسه پورې ددغې وژنې په اړه كومې وسلوالې ډلې څه ندي ويلي، او نه يې افغان چارواكو چاته د پړې ګوته نيولې .

تيركال هم د ګرديز او څمكنيو تر منځ د لويي غځيدلې لارې په اوږدو كې په يوه موټر د نامعلومو كسانو دبريد له امله ۱۲ تنه د شعيه مذهب پيروان وژل شوي.

ورته مطالب