سلوادور افغانستان ته پوځي روزونکي استوي

د سلوادور پوځيان
Image caption د سلوادور د دفاع وزیر ډېوېډ منګویا د اګست په لومړیو کې له ګانګرس څخه د پوځي روزونکو د استولو تصویبول غوښتي وو.

د سلوادور کانګرس افغانستان ته د خپلو ۲۲ روزونکو پوځيانو د لېږلو غوښتنه تصویب کړه.

کانګرس له ولسمشر موریسیو فونیس غوښتي، چې افغانستان ته ۲۲ روزونکي پوځيان واستوي.

خو د ولسمشر کيڼ اړخی ګوند لاهم افغانستان ته د خپل هېواد د پوځيانو پر لېږلو موافق نه دی.

پر تېره پنجشبه د سلوادو پارلمان د ولسمشر د کيڼ اړخي ګوند له ملاتړ پرته د پوځيانو د استولو غوښتنه تصویب کړه.

متقاعد ډګروال انتوینو المنداریز چې د ملي ښي اړخي ګوند قانون جوړوونکی هم دی، وویل دا غوښتنه ځکه تصویب شوه، چې په وینا یې ''موږ په دې باور یو چې افغانستان ته ډېر څه برابرولای شو؛ ځکه چې زموږ پوځيان ښه تجربه لري.''

د امریکا په مشرۍ په عراق کې د ۲۰۰۳ له اګست څخه د ۲۰۰۸ تر دسمبر پورې د سلوادور شاوخوا ۳۰۰۰ پوځيانو ماموریت ترسره کړی دی.

د ولسمشر له کيڼ اړخي ګوند سره په یوه خوله د ملي ازادۍ د جبهې غړي میداردو ګونزالیس وویل افغانستان ته د سلوادور د پوځيانو استول به هغه ادعا پیاوړې کړي، چې ګني د افغانستان د نیولو تکل لري.

په پام کې ده چې د سلوادور دغه ۲۲ پوځي روزونکي به د روانې اګست پر ۲۸ مه افغانستان ته واستول شي او د ۲۰۱۲ تر اکتوبر پورې به هلته پاتې کېږي.

دوی به په افغانستان کې تر ټاکل شوې نېټې وروسته د یوه کال پاتې کېدو غوراوی هم ولري.

د سلوادور د دفاع وزیر ډېوېډ منګویا د اګست په لومړیو کې له ګانګرس څخه د پوځي روزونکو د استولو تصویبول غوښتي وو.

سلوادور داسې مهال افغانستان ته پوځي روزونکي لېږي، چې په افغانستان کې د اوو سیمو امنيتي چارې په رسمي توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

ورته مطالب