بغلان: زوی خپله مور په وهلو ووژله

بغلان
Image caption وهل شوې ښځه په کابل کې د درملنې پرمهال ساه ورکړه.

د افغانستان بغلان ولایت کې یوه ځوان خپله مور تر مرګه وهلې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، درې ورځې وړاندې د نږور او خواښې ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته د نږور میړه پر خپله مور د وهلو برید کړی دی.

دوی وايي، وهل شوې ښځه کابل ته د درملنې لپاره استول شوې، خو هلته یې ساه ورکړې ده.

د بغلان د ښار یوه اوسېدونکي حضرت ګل دوراندیش بي بي سي ته وویل، پېښه درې ورځې وړاندې شوې، خو وهل شوې ښځې وړمه شپه په کابل کې ساه ورکړه.

ښاغلي دوراندیش زیاته کړه تورن کس (ګل رحمن) تر اوسه د پولیسو له خوا نه دی نیول شوی:

''درې ورځې وړاندې، د ګل محمد په نامه یوه کس خپل مور تر هغه وروسته ووهله چې دده له ښځې سره یې پر کومه موضوع لفظي شخړه وکړه. وهل شوې ښځه کابل ته ددرملنې لپاره واستول شوه، خو وړمه شپه یې ساه ورکړه.''

د بغلان دغه اوسېدونکي وویل، چې تورن کس د قومندان امان الله ورور دی.

د بغلان د شهر کهنه د امنيتي حوزې امر محب الله بي بي سي ته د پېښې په اړه بې خبري وښوده.

ورته مطالب