په هلمند او کندهار کې ۳ ځانمرګو بریدونو ۵ ولسي وګړي ووژل

هلمند
Image caption برید د کرولا په مټ شوی، چې طالبانو ویلي ۵۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکي توکي یې په کې ځای پرځای کړي وو.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي بي بي سي ته وویل په برید کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، برید د لښکرګاه ښار د کابل بانک ودانۍ مخې ته د کرولا په مټ وشو.

داود احمدي وویل په ټپیانو کې شپږ ولسي وګړي، لس د ملي اردو سرتېري او پنځه پولیس دي.

ښاغلي احمدي د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وباله.

طالبانو ویلي چې دا برید ددوی یوه ملګري کړی، چې په وینا یې ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي یې په کرولا کې ځای پرځای کړي وو.

بل خوا، د کندهار ښار پر لومړۍ حوزې ځانمرګی برید شوی، چې د کندهار د والي د ویاند زلمي ایوبي په وینا، د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۲۵ ولسي وګړي په کې ټپیان شوي.

خو په سیمه کې یو افغان پولیس بي بي سي ته وویل، د حوزې شاته د امریکايي ځواکونو یوه کوچنۍ اډه هم ده، چې په وینا یې درې امریکايي پوځيان په کې ټپیان شوي او یو وژل شوی.

دغه پولیس – چې د نامه له اخیستو یې ډډه کوله – وویل چې یو وژل شوی امریکايي پوځي یې الوتکې ته د انتقال په صورت کې ولید.

په کندهار کې خبریال مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د لومړۍ حوزې په برید کې ګڼ کورونه هم ویجاړک شوي.

نوموړی وايي د ګاډي په مټ دویم ځانمرګی برید د کندهار ښار د لومړۍ حوزې په اړونده سیمه د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د پخواني کور په دروازه کې شوی.

دا مهال په دغه کور کې ځانګړي امريکايي ځواکونه مېشت دي.

د نوموړي په وینا، په دویم برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.

ورته مطالب