کرزي له سعودي چارواکو سره د سولې پر سر خبرې وکړې

جانان موسی زی
Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی وايي سعودي عربستان د افغانستان د سولې په خبرو کې مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ولسمشر کرزي سفر موخه له طالبانو سره د سولې خبرو پر سر دوه اړخیزې خبرې دي.

دغه پلاوی چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ له څو ورځو راهیسې په سعودي عربستان کې دی، د پاچا عبدالله په ګډون یې د سعودي له یو شمېر چارواکو سره لیدلي دي.

د ولسمشر ماڼۍ دفتر وايي سعودي عربستان له طالبانو سره د خبرو هر راز ملاتړ ښوولی دی.

افغان دولت تل ټینګار کړی چې سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د خپل ځانګړي موقف له امله کولای شي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو په بریالي کولو کې مهم رول ولوبوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم څو څو ځله په دې برخه کې د سعودي له پاچا د مرستې غوښتنه کړې، خو دا هڅې نه دي بریالۍ شوې.

سعودي عربستان ته د افغان لوړپوړي پلاوي تګ دا جوتوي چې افغان حکومت له طالبانو سره سولې ته د رسېدو په موخه د سعودي رول مهم ګڼي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته، سعودي ته د افغان پلاوي د سفر د موخو په اړه وویل:

''ددې سفر موخه د عمرې حج ادا کول او همدا راز د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د دواړو خواوو تر منځ خبرې دي. په ځانګړې توګه سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د خپل ځانګړي موقف له امله کولای شي د افغانستان د سولې خبرو په بریالي کولو کې مهم رول ولوبوي''.

له دې سره جوخت یو شمېر سیمه ایزو خبري رسنیو خبر ورکړی چې سعودي عربستان ته د افغان حکومت د پلاوي د سفر پر مهال د طالبانو یو شمېر استازي هم سعودي ته تللي او د افغان او سعودي چارواکو ترمنځ په ځینو خبرو کې یې ګډون کړی دی.

دغه پوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزرات له ویانده هم وپوښتل شوه ، خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

Image caption د ولسمشر ماڼۍ دفتر وايي سعودي عربستان له طالبانو سره د خبرو هر راز ملاتړ ښوولی دی.

وړاندې تر دې د ولسمشر ماڼۍ دفتر ویلي وو چې سعودي عربستان له طالبانو سره د خبرو هر راز ملاتړ ښوولی دی.

خو په دغې اعلامیې کې نور جزییات نه و په ډاګه شوي، چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې په بهیر کې به د سعودي عربستان ملاتړ تر کوم حده او په کومو برخو کې وي.

وسله وال طالبان وايي له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لېواله نه دی او تل یې د سولې په خبرو کې د خپلو استازو شتون رد کړی دی.

افغان حکومت او نړیواه اوس به دې باور ده چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي یواځې له پوځي لارې نه شي حل کېدای.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان تاوتریخوالي ته د یوه سوله ییز حل لارې موندلو هڅې ګړندۍ شوې دي.

ورته مطالب