ملي امنیت: د کوټې د طالبانو د شورا غړی مو نیولی

لطف الله مشعل
Image caption افغان چارواکي وايي ټول نیول شوي افغانان دي او منلې یې ده چې په پاکستان کې یې ترهګریزې زده کړې کړې او افغانستان ته د ورانکاریو لپاره استول شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي د حقاني شبکې یوه ډله یې نیولې چې په کابل ښارکې یې د دفاع وزارت پرځينو تاسیساتو د بریدونو پلان درلود.

د استخباراتو اداره ادعا لري چې نیول شوو کسانو وړاندې د کابل ښار پرلومړۍ حوزې د ځانمرګو بریدونو او د ناامنیو په نورو پېښو کې هم لاس درلود.

په همدې حال کې د تخار امنیتي چارواکي وايي څلور کسان یې نیولي چې غوښتل یې د اختر په ورځو کې دغلته پر بهرنیو او کورنیو دفترونو بریدونه وکړي.

دغه درې کسيزه ډله د حقاني شبکې غړي بلل کېږي او د ملي امنیت د ادارې په وینا، د کابل ښار په اتمه حوزه کې نیول شوي دي.

د استخباراتو د ادارې ویاند لطف الله مشعل خبریالانو ته وویل، نیول شوي کسان د کابل ښار کې په یو شمېر نورو امنیتي پېښو کې ښکېل دي.

ښاغلي مشعل دغه راز په لومړي ځل په هرات کې ولایت د کوټې د شورا د یوه لوړ پوړي غړي د نیولو خبره هم وکړه.

پر پي آر ټي برید

نوموړي وویل دغه کس په هرات ولایت کې څو میاشتې وړاندې د پي ار ټي پر مرګز او پر یو شمېر نورو مهمو ځایونو برید کې لاس لري.

ښاغلي مشعل نیول شوی یو ډاکټر او د کوټې د شورا یو مهم غړی یاد کړ چې په خبره یې په لوېدیځ کې د طالبانو لوړپوړی مشر دی او ظاهراً یې په هرات کې درملتون درلود خو په پټه یې ترهګریز فعالیتونه تنظیمول.

له ده سره د دریو نورو کسانو، یو شمېر چاودېدونکو توکو، وسلو، مخابرې او یوه موټر سایکل د نیولو خبره هم کېږي.

په کابل او هرات ښارونو کې نیول شوي مشکوک اورپکي رسنیو ته و نه ښودل شول، خو چارواکي وايي چې له پوښتنو او کروېږنو وروسته به یې په اړه لا ډېرمعلومات د مطبوعاتو په واک کې ورکړي.

اخوا په تخار کې هم امنیتي چارواکو ویلي چې دغلته یې څلور کسان، د ځانمرګو له واسکټونو او د ۴۰ بوشکو چاودېدونکو توکو سره لاس په لاس نیولي دي.

افغان چارواکي وايي ټول نیول شوي افغانان دي او منلې یې ده چې په پاکستان کې یې ترهګریزې زده کړې کړې او افغانستان ته د ورانکاریو لپاره استول شوي وو.

ورته مطالب