روسیه په 'دوشنبې' کې د افغانستان پر ثبات خبرې کوي

کرزی او امام علي رحمان د انځور حقوق none
Image caption تاجسکتان افغانستان او پاکستان د خپلې توليدي برېښنا د لېږد لپاره لېواله دی، چې په دې لړ کې د CASA ۱۰۰۰ په نامه یوه طرحه د نړیوالو سازمانونو له لوري هم چمتو شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسيې د څلور اړخيزې ډلې سرمشريزه غونډه پر جمعه په 'دوشنبې' کې پيل شي.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبر پاڼه کاږي چې د څلورو واړو هېوادونو ولسمشران به، د نشه يي توکيو د قاچاق د مخنيوي، او د يوشمېر څلور اړخيزو اقتصاي او فرهنگي اړيکو د پراختيا په نيت يو له بل سره خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې ده چې ددوشنبې په سر مشريزه کې افغان ولسمشر حامد کرزى، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د روسيې ولسشمر ديمتري مدويديف د جلا جلا او گډو غونډو په ترڅ کې يو له بل سره خبرې اترې وکړي.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه وايي چې څلور واړه ولسمشران به په سيمه یيزه کچه د نشه يي توکيو د کر او چاقاق د مخنيوي په هيله يو تر بله خپل اندونه شريک کړي، سربيره پر دې به د دغو هېوادونو مشران د څلور اړخيزو سيمه يزو سياسي، اقتصادي او فرهنگي اړيکو د ټينگولو لارې گودرې و ارزوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى همدغه خبرې د سرمشريزې منځ پانگه بولي:

''څلور اړخيزه غونډه ددغو څلورو هيوادونو تر منځ د شته همکاريو د پياوړتيا په موخه منځ ته راغلې ده،چې ددغو هيوادونو تر منځ ترهگرۍ ضد مبارزه،د څلورو واړو هيوادونو ترمنځ سيميزې اړيکې،د نشيي توکيو ضد مبارزه، اوکلتوري اړيکي پياوړي کول يې موخې دي،همدا راز په سيمه یيزه کچه د سولې او امنيت راوستل به هم د غونډې موضوع وي.''

ټاکل شوې ده چې د غونډې په پاى کې يوه گډه اعلايمه هم خپره شي.

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption د تېرې جنورۍ پر ۲۱مه ولسمشر کرزي او دیمتري میدویدیف په مسکو کې پر سوداګریزو، امنيتي او کلتوري، او د نشه یي توکو د قاچاق د مخنيوي پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

سربېره پر دې به څلور واړه ولسمشران په يوه خبرې غونډه کې د خبريالانو پوښتنې هم ځواب کړي.

د افغان پلاوي په جوړښت کې ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار رنگين دادفر سپنتا، نشه يي توکيو ضد وزير ضرار احمد مقبل، او د ولسمشر ددفتر مشر عبدالکريم خرم د ښاغلي کرزي ملگرتيا کوي..

د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسيې سرمشريزه غونډه د لومړي ځل لپاره د ٢٠٠٩ ميلادي کال د جولاى پر ۳۰مه نېټه جوړه شوې وه، او دويمه هغه يې تېر ميلادي کال د اگست مياشتې پر ١٨ تر سره شوې وه او اوس ددې ځنځير درېيمه کړۍ ددوشنبې غونډه ده چې چې د جمعې پر ورځ پيلېدونکې ده.

ورته مطالب