میدویدیف: سیمه ییز قدرتونه باید د افغانستان برخلیک وټاکي

امام علي رحمان او حامد کرزی د انځور حقوق none
Image caption تاجکستان افغانستان ته د برېښنا په لېږدولو کې لېوالتیا وښوده.

د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسیې ولسمشرانو په دوشنبه ښار کې په دریمه څلور اړخیزه ناسته کې د دغو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ اعلامیه لاسلیک کړه.

په دې اعلامیه کې اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکارۍ شاملې دي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر دیمترې میدویدیف وویل، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د برخلیک په اړه باید د سیمې قدرتونه پرېکړه وکړي.

ښاغلی میدویدیف وویل، که امریکا د افغان ځواکونو له سمبالښت وړاندې دغه هیواد پریږدي، نو د ده په وینا د افغانستان حالات به لا پسې کړکیچن شي.

د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسیې ولسمشرانو په دې ناسته کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا او په ځانګړي ډول په سیاسي او اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.

د دغو څلورو هیوادنو چارواکو تروریزم، تند لاري او دمخدره توکو قاچاق د افغانستان، پاکستان او سیمې هیوادونو لپاره لوی ګواښ وبال او په همدې تړاو یې د همکارۍ ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړه.

د روسیې ولسمشر دیمترې میدویدیف له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوه جلا کتنه کې وویل، که امریکا د افغان ځواکونو له سمبالښت وړاندې له دغه هیواده ووځي، نو د ده په وینا د افغانستان حالات به لا پسې کړکېچن شي.

ښاغلي مدویدف وویل، چې د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو د برخلیک په اړه باید د سیمې قدرتونه پریکړه وکړي.

د روسیې ولسمشر د افغان حکومت د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې په اقتصادي او امنیتي برخو کې دې مسکو ته د مرستې ځانګړي وړاندیزونه ورکړي. بلخوا افغان حکومت دغه سرمشریزه د افغانستان لپاره ګټوره وبلله.

د افغانستان د ملي امنیت مشر ډاګټر سپنتا، چې له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې مل و، بي بي سي ته وویل، چې په دې سرمشریزه کې په دوو اساسي مسایلو خبرې متمرکزې وې:

''خبرې په دوو اساسي اړخونو څرخیدلې، لومړۍ مساله سیمه ییزه همکاري وه، چې د سوداګرۍ، ټرانزییټ، د اور ګاډو د پټلۍ جوړول او د د غو هیوادونو ترمنځ د پانګونې د تقویت موضوعات پکې شامل وو.

دوهم اړخ یې د تروریزم پرضد او مخده مواد د قاچاق په وړاندې مبازره وه، چې څلور واړه هیوادونو ورسره لاس او ګریوان دي.''

ښاغلي سپنتا همدارنګه وویل، چې په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د ده په وینا اوس شل ځلې ډیره شوې ده.

Image caption د څلور واړو ولسمشرانو په ناسته کې پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکارۍ ټينګار وشو.

''د بېلګې په ډول په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شل ځلې ډیره شوې ده. همدارنګه زموږ او دروسیې ترمنځ تجارت هم څو برابره زیات شوی دی. روسیې تیاری وښود، چې د افغانستان، پاکستان، هندوستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو د نل لیکې په پروژه کې هم پنځه سوه میلیونه ډالره پانګونه وکړي.''

دا د افغانستان ، پاکستان، تاجکستان او روسیې ترمنځ دریمه څلور اړخیزه ناسته وه، چې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې جوړه شوه.

ورته مطالب