طالبانو افغان پولې ته څېرمه لسګونه پاکستاني ماشومان تښتولي

وسله وال طالبان د انځور حقوق AFP
Image caption وسله والو طالبانو د ماشومانو د تښتول شوو ماشومانو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکو ویلي، وسله والو طالبانو څه باندې دیرش هغه ماشومان تښتولي، چې په غلطۍ د افغانستان خاورې ته اوښتي دي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لوېديځ او د طالبانو د فعالیت په سیمه کې شوې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي، تښتول شوي کسان د کوچني اختر د رخصتۍ پر دویمه ورځ په ډله ییزه توګه د باجوړ قبایلي سیمې 'غاښي پاس' ته تللي ول، چې له طالبانو سره مخامخ شول.

په باجوړ ولسوالۍ کې یوه جګپوړي چارواکي اسلام ضعیف خان ویلي ''ترهګرو د پولې هاغاړه ماشومان یرغمل نیولي دي.''

نوموړي دا نه دي ویلي چې دغه تښتوونکي پاکستاني اورپکي دي او که افغاني طالبان.

دی وايي چې یو شمېر ماشومان په تېښته بریالي شوي.

پاکستاني چارواکي د دغو ماشومانو د تښتولو پړه پر کونړي طالبانو اچوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس له له وړاندې ويلي وو چې پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو په مرسته په کونړ او نورستان کې مرکزونه جوړ کړي، چې په وینا یې د هغوی په مرسته پاکستان کې بریدونه کوي.

د باجوړ ولسوالۍ یوه ځايي خبریال حسبان الله د تښتول شوو ماشومانو له پلرونو سره تر خبرو وروسته بي بي سي ته وویل: ''د ماشومانو پلرونه په دې پېښه ډېر خواشيني دي. دوی له طالبانو د خپلو بچیانو د راخوشي کولو غوښتنه کړې، دوی افغان ځواکونه هم پړه بللي چې ګني افغان افغانستان ته د اوښتو پرمهال یې د ماشومانو مخه نه ده نیولې.''

خو د مومندو قبیلې یوې لویې جرګې یوه حکومتي چارواکي جمیل خان ډاډ ورکړی، چې د ماشومان د ژر راخوشي کېدو لپاره به خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

ویل کېږي چې ټول تښتول شوي ماشومان د مومندو ایجنسۍ اوسېدونکي دي.

په مومندو ایجسنۍ کې د طالب اورپکو پرضد له حکومتي ځواکونو سره یو لړ تړونونه هم شوي دي.

پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم طالبان د خلکو په تښتولو تورن کړي وو.

د دغو پاکستاني زلمیانو د تښتولو خبر داسې خپور شوی، چې د بشري حقونو سازمان په دې وروستیو کې طالبان په ځانمرګو بریدونو د ماشومانو او زلمیو په ګمارلو تورن کړي وو.

افغانستان له پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري چې په ډېره برخه کې یې اورپکي په اسانۍ یوه او بل هېواد ته اوړي.

تېره اوونۍ پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې سلګونه طالبان له نورستان څخه چترال ته اوښتي او هلته یې پر پاکستاني امنیتي په بریدونو کې ۳۶ پاکستاني پوځيان او پولیس وژلي.

ورته مطالب