ناټو افغانستان ته د بندیانو سپارل ودرول

د کندهار د مرکزي زندان دروازه
Image caption په کندهار کې د زندانیانو سپارل میاشتې مخکې بند شوي وو.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو د پراخې کړونې یا شکنجې د ادعاوو له کبله افغان زندانونو ته د بندیانو لېږدول بند کړي دي.

بي بي سي ته ویل شوي چې اتو ولایتو او د هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې ته د بندیانو سپارل ځنډول شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې تر اوسه لا نه دی خپور شوی، راغلي چې بندیان په سیستماتیکه یا منظمه توګه کړول شوي دي.

په راپور کې په ربړي پایپونو د بندیانو وهل، د جنسي تېریو ګواښونه، او په ځینو مواردو کې د برقي ټکانونو ورکول شامل دي.

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو وروسته تر هغه افغان زندانونو ته د بندیانو لېږد بند کړی، چې د بندیانو د شکنجه کېدو ادعاوې وشوې.

په کابل کې د بي بي سي خبریال کوینټېن سمروېل وايي، شکنجه یا کړونه عامه وه، او په سیستماتیکه او پرله پېیلې توګه پلی کېده.

بندیان، چې ډېری یې د ناټو ځواکونو له خوا سپارل شوي، په ربړي پایپونو وهل شوي.

ډېری دغو کسانو باندې شک دی چې یاغیان دي، او پرته له کوم توره، په بند کې ساتل کېږي.

په افغان زندانونو کې د کړونې په اړه د ادعاوو ډېره برخه، د ملګرو ملتو په یوه راپور کې شوې ده، چې تراوسه لا نه دی خپور شوی.

په یوه قضیه کې یو ۱۹ کلن ځوان ۱۴ ورځې په پرله پسې توګه وهل شوی، له هغه نه دومره وینې وبهېدې، چې په پای کې یې ساه ورکړه.

زندانونه، افغان پولیس او د ملي امنیت استخباراتي اداره چلوي.

نړیوالو ځواکونو دوه ورځې وړاندې د افغانستان اتو ولایتو او د هېواد ترهګرۍ ضد ادارې ته د بندیانو سپارل ودرول.

په کندهار کې د زندانیانو سپارل میاشتې مخکې بند شوي وو.

د ایساف یوه چارواکي دا یوه لویه ناکامي وبلله.

د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه غواړي چې افغانانو ته د لا ډېرو مسؤولیتونو په ورسپارلو بهرني پوځيان خپلو کورونو ته ورستانه کړي.

خو اندېښنې شته دي چې په ځينو برخو کې پر افغان امنيتي ځواکونو باندې باور نه شي کېدای.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په یوه قضیه کې یو ۱۹ کلن ځوان ۱۴ ورځې په پرله پسې توګه وهل شوی، له هغه نه دومره وینې وبهېدې، چې په پای کې یې ساه ورکړه.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي وویل چې افغان حکومت د راپورته شوو مسایلو د حل لپاره د لوړې کچې هلې ځلې کوي.

پرووسږ کال د برتانیا ددفاع وزارت ومنله چې نور به بندیان په کابل کې د ملي امنیت زندانونو ته نه ورلېږدوي.

دا کار یې وروسته له هغه وکړ، چې یوې محکمې حکم وکړ چې زندانیان د شکنجې یا جدي ناوړه چلند له خطر سره مخامخ دي.

په هلمند کې اوس هم بندیان افغان چارواکو ته سپارل کېږي، خو د برتانیا د دفاع وزارت په وینا، تر سختې څارنې لاندې دي.

ورته مطالب