راخوشي شوي ترکان سره صلیب غزني ښار ته ورسول

راخوشي شوي ترکان د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption راخوشي شوي له ورایه صحتمند ښکارېدل او اوږدې ږیرې یې لرلې.

د سره صلیب له خوا هغه څلور راخوشي شوي ترکان، چې نژدې څلور میاشتې وړاندې طالبانو د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې نیولي وو، غزني ښار ته ورسول شول.

طالبانو ویلي چې هغوی یې تېر ماښام د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د مڼې کنډو په سیمه کې راخوشي کړل.

راخوشي شوي ترکان د غزني یوه قومي مشر حاجي ظاهر ته وسپارل شول او بیا د سره صلیب په یوه ګاډي کې غزني ښار ته ولېږدول شول.

راخوشي شوي له ورایه صحتمند ښکارېدل او اوږدې ږیرې یې لرلې.

له دوی څخه د امام په نامه یوه تن، چې په دري ژبه یې لږ-لږ خبرې هم کولې، بي بي سي ته وویل:''د ملي اردو یوې قرارګاه په جوړولو بوخت وو چې طالبانو ونیولو. اته میاشتې له طالبانو سره وو. اوس د طالبانو د مشر ملامحمد عمر په امر د اختر په ویاړ راخوشي شوو. ''

د راخوشي شوو ترکانو عکسونه

دوی د راخوشي کېدو په اړه د هر راز معاملې خبره رد کړه.

طالبانو هم ویلي چې د اسلامي او بشري زړه سوي له کبله یې راخوشي کړي.

حاجي ظاهر چې غزني ښار ته له دوی سره مل و، وویل چې له نیول کېدا راهیسې یې د خوشي کولو هڅې روانې وې.

نوموړي ددغو ترکانو په راخوشي کولو کې د غزني د سولې د کمیسیون هڅې هم اغېزناکه وبللې.

حاجي ظاهر وویل چې دغه ترکان به د ترکیې سفارت ته وسپارل شي.

ورته مطالب