افغانستان کې د تری تم شوو جرمنیانو مړي وموندل شول

بصیر سالنګی
Image caption پروان والي وايي د جرمنیانو مړي په یوه نامېشته سیمه کې موندل شوي.

د پروان والي وايي هغه دوه جرمنیان، چې دوه اوونۍ وړاندې تری تم شوي وو، د پروان او بغلان په سرحدي 'دشت خوني' سیمه کې یې مړي وموندل شول.

عبدالبصیر سالنګی وايي، دغه جرمنیان د پروان بغلان په سرحدي سیمه 'دشت خوني' سیمه کې وژل شوي.

بصیر سالنګي د دغو جرمنیانو د وژنې پړه په سیمه کې پر مېشتو کوچیانو واچوله.

نوموړي وویل، کوچیانو له دې کبله دغه جرمنیان وژلي، چې له دوی سره کامرې او نور وسایل وو.

پروان والي وايي د وژل شوو جرمینیانو مړي له سیمې لېږدول شوي.

راپورونه وايي چې دغو جرمنیانو له یوې خیریه ټولنې سره کار کاوه.

Image caption دغه جرمنیان د هندوکوش د غره له لمنې تری تم شوي وو.

دغه دوه جرمنیان سالنګ پاس ته څېرمه وروسته له هغه تری تم شول، چې غوښتل یې د هندوکوش غرونو سرونو ته وخېژي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګودیو ویسټروېل د خپلو دوو وګړو د تری تم کېدا د خبر په تاییدولو سره ویلي چې تېره اوونۍ داسې انګیرنه وه چې ګني اورپکو تښتولي.

په دې وروستیو کلونو کې ګڼ بهرني وګړي د وسله والو له خوا تښتول شوي، چې یو شمېر یې له معاملې وروسته خوشي شوي دي.

جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۵۴۰۰ پوځيان لري، چې ډېری یې د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې مېشت دي.

ورته مطالب