'د کابل له ۱۰۰ مېنو یوازې اته یې له ښاروالۍ سره ثبت دي'

کابل
Image caption کابل ښاروال د کابل ښار ٧٠ په سلو کې ودانۍ هم بې پلانه وبللې او ويې ويل چې له دې ټولگې څخه يو شمېر يې ناقانونه هم دي.

کابل ښاروالي وايي چې په دغه ښار کې د شاوخوا ۱۰۰ (مېنو) 'ښارګوټو' له ټولگې څخه ايله اته مېنې له دوى سره ثبت شوي دي خو ښاروال وويل چې يو شمېر داسې مېنې هم شته چې د ښاري پرمختيا وزارت جواز ورکړې خو د ښاروالۍ له پړاوونو نه دي تېرې شوې، او پرته له دې يې نورې مېنې ناقانونه وبللې.

په کابل کې د رسنيو له خوا هره ورځ د لسگونو مېنو اعلانونه خپرېږي، چې قانوني او له حکومت سره ثبت شوي بلل کېږي، ددغو ټولو مېنو کره شمېره نه ده څرگنده خو د افغانستان د ولسي جرگې د مواصلاتو او مخابراتو جرگه گۍ چې کابل ښاروال يې د مېنو د ستونزو په تړاو ملي شورا ته غوښتى و، غړو يې ويل چې په کابل کې نژدې ۱۰۰ مېنې کور ځمکې پلوري.

کابل ښاروال دا شمېره ريښتينولۍ ته نژدې وبلله او ويې ويل چې له دې ټولگې نه يوازې اته مېنې له ښاروالۍ سره ثبت دي:

''په ټوله کې په کابل ښار کې اتو مېنو له ښاروالۍ نه قانوني اجازه اخیستې ده، او قانوني پړاوونه يې وهلي دي، او يو شمير نورو مېنو د ښاري پرمختيا له وزارته اجازه اخیستې، خو په بنسټ کې بايد دا مېنې له ښاروالۍ سره ثبت شوي واى، چې د قبالې د غوښتو پر مهال يې د هغو د سندونو پر بنسټ قبالې ورکولاى، له دوى څخه ډېر شمېر يې داسې خلک دي چې غواړي په تېر ايستو سره ښاريان يرغمل کړي او پيسې ترې واخلي، دوى داسې سندونه ورکوي چې لرونکي يې وروسته دفتر پر دفتر او څانگه پر څانگه وگرځي، او په ځينو پېښو کې د سندونو پلورونکي له سره شتون نه لري.''

کابل ښاروال وويل چې د ناقانونه مېنو ځمکې هم داسې دي، چې په وچ زور لاندې کړل شوي دي، ښاروال ونه ويل چې تر دې مهاله يې ددغو ځمکو د بېرته راگرځولو او د ناقانونه مېنو د مخنيوي په برخه کې څه کړي دي.

ودانیز پولیس

خو ښاغلي نو انديش وويل په پام کې لري چې د خپلسرو ودانيو د مخنيوي په موخه ځانگړي ودانيز پوليس رامنځ ته کړي:

Image caption ښاغلي نو انديش وويل چې ددې جړې د سپينولو او د هغې د لا پرمختگ دمخنيوي په موخه ځينې اندونه لري چې په راتلونکي وخت کې به پلي شي.

''البته کابل ښاروالي په پام کې لري چې ودانيز پوليس رامنځ ته کړي، دغه پوليس به دنده ولري چې د خپلسرو ودانيو د جوړولو مخه ونيسي، تر دې مهاله موږ هڅه کړې چې له کورنيو چارو وزارت څخه مرسته وغواړو، خو په وړو خبرو کې به ښه دا وي چې ودانيز پوليس يې مخه ونيسي، خو په لويو ستونزو کې پرته له کورنيو چارو وزارت، او ملي امنيت څخه موږ ددغو خپلسريو مخه نه شو نيولاى.''

ښاغلي نو انديش له رسنيو هم وغوښتل چې د نا قانونه مېنو د سوداگريزو اعلانونو له خپرولو ډډه وکړي نوموړي وويل چې کوم کسان رسنيو ته دغه راز اعلانونه راوړي بايد چې د مېنې قانوني کاغذونه ترې وغواړي.

کابل ښاروال د کابل ښار ٧٠ په سلو کې ودانۍ هم بې پلانه وبللې او ويې ويل چې له دې ټولگې څخه يو شمېر يې ناقانونه هم دي.

ښاغلي نو انديش وويل چې ددې جړې د سپينولو او د هغې د لا پرمختگ د مخنيوي په موخه ځينې اندونه لري چې په راتلونکي وخت کې به پلي شي.

ورته مطالب