په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له سندرغاړي قاري سره مرکه

Image caption سلطان وايي، له ۱۵ کلنۍ یې پر موسیقۍ او سندرو مخ راړولی دی.

سلطان محمد چیشتي لید له لاسه ورکړی، خو څو کاله کېږي چې په سیمه کې سندرې وايي، تولۍ غږوي او رباب وهي.

قاري سلطان د کابل د زاړه ښار اوسېدونکی د، خو د ژوند ناخوا د کابل شمال پروان ته کډه کولو ته اړ کړی دی.

سلطان وايي، له ۱۵ کلنۍ یې پر موسیقۍ او سندرو مخ راړولی دی.

که څه هم هغه مسلکي سندرغاړی نه دی، او نه یې هم په دې برخه کې زده کړې کړې دي، خو نوموړی وايي چې په محفلونو او د خوښۍ په مجالسو کې سندرې وايي.

نوموړی ګڼې نامشهورې ثبت شوې سندرې لري، چې زموږ همکار محمود کوچي یې په اړه مرکه ورسره کړې او یو شمېر سندرې یې ترې لاسته کړې دي.