'افغانستان کې سږ کال د سوځېدنې پېښې دوه برابر شوې'

سوځېدلې ښځه
Image caption د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د سوځېدنې عمومي لاملونه د ټیټ کیفیت تېل، ګاز، خوټېدلې اوبه او باروت دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ټول هېواد کې یې د سوځېدنې د مخنیوي او عامه پوهاوي لپاره کمپاین پيل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي همدارنګه وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د سوځېدنې پېښې ډېرې شوي، خو دوی هیله څرګندوي، چې د عامه پوهاوي د دغه کمپاین په مرسته به یې دغه کچه راښکته کړي.

د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل، د کابل په استقلال روغتون کې د عامه پوهاي د دغه کمپاین د پرانیستې په غوڼده کې وویل، چې په ګرده هېواد کې به د پوسترونو، اعلانونو او رسنیو له لارې د سوځېدنې د مخنوي لپاره پرواګرامونه مخ ته یوسي.

اغلې دلیل وویل، چې د تېر کال پرتله سږکال د سوځېدنې پېښې ډېرې شوې دي:

''په ټولییز ډول تېر کال شاوخوا ۲۲ زره د سوځېدنې پېښې په روغتونونو کې ثبت شوي او درملنه یې شوې، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغان بستر شوي وو. د هغو شمېرو پر اساس، چې د استقلال، اندیرا ګاندي او هرات د روغتونو د سوځېدو د تداوۍ له څانګو مو ترلاسه کړي، تېر کال د سوځېدو له کبله ۲۳۴ کسان مړه شوي. او د سږ کال د لومړیو پنځو میاشتو په موده کې د تداوي شوو ناروغانو شمېره اته نیمه زره ښودل شوې ده.''

Image caption ډاګټران وايي، په ښځو کې د ځان سوځونې پېښې هغه وخت ډېرې شوې چې له ایران څخه کډوال افغانستان ته راستانه شول.

د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې وویل، د سوځېدنې ډېری پېښې په ښځو کې لیدل شوي چې یو شمېر یې د آغلې دلیل په وینا د اقتصادي او کورنیو ستونزو له امله ځان سوځونې ته مخه کوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د سوځېدنې عمومي لاملونه د ټیټ کیفیت تېل، ګاز، خوټېدلې اوبه او باروت دي.

اوسمهال د سوځونې د درملنې لپاره په ګرد افغانستان کې یوازې درې مرکزو نه دي، چې دوه یې په کابل او یو یې په هرات کې دی.

ډاګټران وايي، په ښځو کې د ځان سوځونې پېښې هغه وخت ډېرې شوې چې له ایران څخه کډوال افغانستان ته راستانه شول.

ورته مطالب