د باجوړ طالبانو یرغمل شوي هلکان خبریالانو ته وښودل

د باجوړ د طالبانو مشر ملا دادالله له نیول شوو هلکانو سره
Image caption دادالله: ''تر هغه چې عام خلک د حکومت له ملاتړه لاس وانخلي، نيول شوي هلکان به خوشي نه کړو.''

د پاکستان د طالبانود تحريک دباجوړ د ډلې په غوښتنه يوشمير خبريالانوته هغه هلکان چې څو ورځې وړاندې يرغمل شوي ؤ ور وښودل شو.

د څو ساعته پلي او د موټر له مزل وروسته په يوه ځنګل زاره سيمه کې د باجوړ د طالبانو مشر ملا دادالله له خپلو یو شمېر جنګياليو سره له خبريالانو سره د نيول شوو هلکانو د برخليک په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي داد الله وويل، د هلکانو د نيولو موخه داده چې د باجوړ استوګن دې د طالبانو پرضد نوره وسله نه کاروي او د پاکستان حکومت دې د دوى نيول شوي کسان راخوشي نه کړي.''

د برمته شوو هلکانو عکسونه

ده وويل:''ترهغه چې عام خلک د حکومت له ملاتړه لاس وانخلي، نيول شوي هلکان به خوشي نه کړو.''

ده وويل چې په نيول شوو هلکانو کې د پاکستاني پوځيانو خپلوان هم شته، خو ده وويل دوى يوازې په دې نوم نه دي برمته شوي چې ګني دوى د پاکستاني پوځيانو خپلوان دي، بلکې په وينا يې ټول ولس د حکومت ترشا دى.

د باجوړ د طالبانو له مشر ملا داد الله سره ترخبرو وروسته خبريالان د نيول شوو هلکانو له منځه د څو تنو سره مخامخ شول، چې ظاهراً دا هلکان د ۱۸ او ۲۰ کلونو معلومېدل.

عبدالحنان ځان د باجوړ د ترخو راوپېژانده، او راته ویې ویل چې دوى د اختر د ميلې په نيت راوتلي وو چې پاکستاني طالبانو ونيول.

زموږ بندیان

ده له خپلو خلکو غوښتل چې د طالبانو پرضد د جوړ شوي لښکر له ليکو راووځي او د پاکستان له حکومته يې غوښتنه داوه چې د طالبانو زندانيان راخوشي کړي که نه نو د دوى ژوند له ګواښ سره مخامخ دى.

د انځور حقوق AP
Image caption دغه هلکان د تېرې اوونۍ په وروستيو له پولې هاخوا تر اوښتو وروسته طالبانو یرغمل کړل.

وړاندې ددغو هلکانو د خلاصون لپاره د قومي جرګې د هڅو هم ويل کېده، خو د پاکستاني طالبانو د باجوړ د ډلې مشر وايي په مخامخ توګه ورسره چا تر اوسه نه دي کتلي.

ملا دادالله دا هم وويل چې د دوى جګړه د پاکستان د حکومت پرضد ده، نه ده عامو خلکو.

دغه هلکان چې د تېرې اوونۍ په وروستيو کې نيول شوې وو، او د پاکستان حکومت ويل په تېروتنه له پولې اوښتي او د طالبانو يرغمل کړي، خو د پاکستاني طالبانو دغه مشر رسنيو ته وويل هلکان يې د پولې له بلې غاړې په داسې ډول نيولي چې په منځ کې يې د دوى لخوا يو شمېر ګمارل شوي کسان هم وو.

د باجوړ طالبانو دا ګواښ هم کاوه چې که د دوى غوښتنې ونه منل شي، نو بل ګام کې به نيول شويو ته زيان ورواړوي.

د پاکستان حکومت هم له دپلوماتيکو لارو د افغانستان له حکومت نه د هلکانو د خلاصون غوښته کړې، خو افغان حکومت وايي نيول شوې کسان د دوى په خاوره کې نه دي.

ورته مطالب