د افغاني زېرمو رایستو ته نړیوالې کمپنۍ ورمخ ته شوې

حاجيګک
Image caption دا اټکل د افغانستان د کاني زېرمو په اړه د امريکا د ځمک پېژندنې ادارې له ارزونې درې برابره زيات دی.

افغان حکومت وايي د افغانستان د اوسپنې او تېلو را ايستلو لپاره يو شمېر معتبرې نړيوالې کمپنۍ داوطلبۍ ته ور مخکې شوې دي.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي له دوو مياشتو په لږه موده کې به د حاجي ګک د اوسپنې کان د داوطلبۍ پروسه بشپړه، او ګټونکی به يې اعلان شي.

وزارت دغه راز وايي د افغانستان په شمال کې د تېلو د را ايستلو لپاره د پنځو کمپنيو له ډلې يوه چينايي کمپنۍ مخکې شوې، او وزارت ورسره د شرايطو په اړه خبرې کوي.

تر ځمکې لاندې دغه زېرمې چې ارزښت يې ميلياردونه ډالره کېږي، ویستل به يې افغانستان له اقتصادي اړخه په پښو ودروي.

هندي، ايراني او کاناډايي کمپنۍ د هغو شپږو کمپنیو په کتار کې دي چې د حاجي ګګ د اوسپنې کان د ګټلو لپاره چنې وهي.

د حاجي ګګ کان له پلازمېنې کابل نه شاوخوا ۱۰۰ کيلومتره لويديځ لورې ته پروت دی چې د شمېرو له مخې نژدې دوه ميليارده مېتريک ټنه اوسپنه لري.

د کانو وزارت د پاليسۍ او پرمختيا مشر عبدالجليل جمراني وايي د دغه کان پر سر د شپږو کمپنو داوطلبي به د اکتوبر تر ورستيو پای ته ورسېږي.

ده د دغې پروژې اقتصادي ارزښت خورا زيات وښود چې په خبره يې د ميلياردونو ډالرو پانګونه کولی شي د افغانستان اقتصاد تر بريده په پښو ودروي.

حاجي ګک کابو يو کال وړاندې د وېستو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شو او افغان چارواکي وايي که استخراج يې پيل شي ګټه به په کال يې افغانستان ته شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالره وي.

اټکل دا دی چې د دغه کان وېستل به شاوخوا ۱۸۰ کاله وخت ونيسي.

د افغانستان د کانو وزارت وايي له دې سره هممهاله د افغانستان په شمال کې د سرپل د تيلو د استخراج لپاره هم پنځو کمپنيو خپل پروپوزلونه ورکړي چې له مېنځه يې چينايي کمپنۍ مخکښه ده.

د کانو وزارت د پاليسۍ مشر جليل جمراني وايي حکومت هم له دغې کمپنۍ سره د خبرو د پيلولو لارښوونه کړې چې په خبره يې پایلې به يې په يوه مياشت کې دننه جوتې شي.

Image caption افغانستان چې له کاني زېرمو ډک دی چارواکي يې د زېرمو ارزښت نژدې درې تريلويونه يا درې زره ميليارده ډالره اټکلوي.

که چينايي کمپنۍ دغه قرارداد وګټي دا به د کاني زېرمو د وېستو په برخه کې دويم لوی قرارداد وي چې چينايان يې په افغانستان کې خپلوي.

وړاندې يوې بلې چينايي کمپنۍ د درې اعشاريه څلور ميليارده ډالرو په پانګونې په لوګر کې د عينکو د مسو کان داوطلبي ګټلې ده.

افغانستان چې له کاني زېرمو ډک دی چارواکي يې د زېرمو ارزښت نژدې درې تريلويونه يا درې زره ميليارده ډالره اټکلوي.

دا اټکل د افغانستان د کاني زېرمو په اړه د امريکا د ځمک پېژندنې ادارې له ارزونې درې برابره زيات دی.

ورته مطالب