امنيتي سرتېرو ولسي جرګې ته د ځینو استازو د ننوتو مخه ونیوه

د ولسي جرګې له ودانۍ بهر ولاړ امنيتي سرتېري
Image caption د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلو په تړاو راپورته شوي جنجال د ولسي جرګې پر ورځنیو غونډو هم منفي اغېز کړی.

د افغانستان په ولسي جرګه کې ګڼو استازو له قانونه د ملاتړ ايتلاف نه غوښتنه وکړه چې د جرګې په غونډو کې دې د ناسوبتيا په وجه د غونډو بهير نه ټکنى کوي.

دارنگه، د داسې يو پلاوي د ګومارلو خبره هم راپورته شوه چې پر مټ يې په جرگه کې د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو اترو لاره پرانيزي.

بله غاړه له قانونه د ملاتړ ایتلاف غړو هڅه کوله چې د جرگې نهه تنه ايستل شوي غړي يو ځلې بيا جرگې ته راولي چې د امنيتي ځواکونو له خوا د هغوى مخه ونيوله شوه.

د دغه ایتلاف سرچينې وايي تر هغه چې په جرگه کې د حکومت انتصابي غړي ناست وي، نو دوى به هېڅکله هم نه جوړجاړي ته غاړه کېږدي او نه به هم پرته د ايستل شويو غړو ملي شورا ته وردننه شي.

د ولسي جرگې په ننۍ غونډه کې د اصلاح غوښتونکو د ټلوالې تر څنگ يو شمېر نور وکيلان هم حاضر و چې شمېر يې شاوخوا ۷۰ تنو ته رسېده.

له هغه وروسته چې د افغانستان د ټاکنو کميسيون نهه تنه نوي استازي ولسي جرگې ته ورويېژندل دا د جرگې لومړنى غونډه وه چې دغو نويو برياليو کانديدانو په کې برخه لرله، په غونډه کې گڼو استازو غوښتنه کوله چې له دې وروسته دې له قانونه د ملاتړ ائتلاف غړي په جرگه کې برخه واخلي او راټوکېدلى کړکېچ دې د خبرو اترو لارې هوار کړي.

ان داسې استازي هم لږ نه وو چې له حرگې يې د ايستل شويو نهو تنو لپاره په حکومتي اډانه کې د ځينو څوکيو د ورکولو غوښتنه يې کوله.

شير ولي وردگ دغه څه د ايستل شويو استازو د حيثيت د اعادې لپاره پر ځاى گڼل.

گڼو جرگه والو په جرگه کې له قانونه د ملاتړ ایتلاف د غړو ناسوبتيا نادوده وبلله او دا خبره يې کوله چې ملي شورا د سياست کولو ځاى دى او سياست په خبرو، اترو او منطق باندې ولاړ دى.

هغوى له دغې ټلوالې غوښتنه کوله چې خپلې ټولې ستونزې دې د ننه په جرگه کې د خبرو اترو له لارې غوڅې کړي، چې پر همدې تړاو د يو پلاوي د گومارلو خبره هم وشوه، خو لا هم د دغه پلاوي غړي چې ويل کيږي لس تنه به وي نه دي ټاکل شوي.

هماغه مهال چې په جرگه کې د جوړجاړي پر سر خبرې روانې وې، له قانونه د ملاتړ ټلوالې هڅه وکړه چې نهه تنه ايستل شوي وکيلان په وچ زور د ملي شورا ماڼۍ ته وردننه کړي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې ملي شورا ته د ننوتلو مخه ونيوله شوه.

د دغې ټلوالې وياند اسد الله سعادتي خبريالانو ته وويل تر هغې به په جرگه کې برخه نه اخلي جې د حکومت له خوا نهه تنه نوي وکيلان چې دوى يې انتصابي بولي حضور ولري.

معامله او جوړجاړی

ښاغلى سعادتي وايي چې په دې برخه کې هيڅ راز معاملې او جوړ جاړي ته يې ایتلاف نه دى چمتو:

'' د اصلاح غوښتونکو سره د خبرو په اړه زه فکر کوم چې هغوى د افغانستان د خلکو او د ولسي جرگې له پريکړو سره ستر خيانت کړى دى، هغوى په ډاگه د ولسي جرگې د پريکړو په وړاندې ودرېدل او د حکومت، کودتا کوونکو او پوځي کنډکونو سره يې يو ځاى د انتصابي غړو لپاره لاره پرانيستله چې دغه غړي ملي شورا ته ور دننه کړي، نو له قانونه د ملاتړ ائتلاف دا مهال له هغوى سره د خبرو اترو پر سر پريکړه نه ده کړې.''

ورته مطالب