'افغانستان کې د امریکا د ملکي سلاکار لګښت پنځه لکه ډالر دی'

اوباما
Image caption ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د افغانستان د جنګ د ګټلو په نيت د نوي لښکرکښۍ په اعلان کې ملکي سلاکاران هم زيات کړي ول چې په کرنه او عدلي چارو کې به مرسته ورسره کوي.

د امریکا یوې څارندویې ډلې ویلي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې د ملکي چارو په برخه کې پر خپلو سلاکارانو تراوسه دوه میلیارد ډالر لګولي دي.

د امريکايانو د څارنې دغه ډلې ادعا کړې او د ولسمشر اوباما د جګړه ييزې تګلارې مهمې برخې ته يې حساب لګولی چې په افغانستان کې په اصطلاح ملکي کارونو پر سلاکارانو يې تراوسه دوه ميليارده يا په کروړ او کروړ او ډالر لګولي دي.

د امريکا په کارپوه يا مسلکي کسان ګومارل ډېرې پيسې غواړي.

دغه ډله ''سيګار'' نومېږي او مقصد يې په ظاهره په افغانستان کې د امريکا د پرمختيايي کارونو د حساب او کتاب څارنه ده.

له راپوره سم دم معلومېږي چې افغانستان ته د يوه ملکي سلاکار د استولو لګښت د يوه جنګي عسکر تر لګښت پورې لږ پيسې نه دي.

راپور وايي چې افغانستان ته د يوه ملکي کس استول زيات وکم له څلورو تر پنځو لکو ډالرو پورې کلنی لګښت غواړي.

د ګانګرس يوې څېړنې د افغانستان په جنګ کې د يوه جنګېدونکي عسکر کلنی لګښت هم برابر له پنځو تر شپږو لکو ډالرو پورې حسابلی دی.

ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د افغانستان د جنګ د ګټلو په نيت د نوي لښکرکښۍ په اعلان کې ملکي سلاکاران هم زيات کړي ول چې په کرنه او عدلي چارو کې به مرسته ورسره کوي.

مقصد يې دا ښوول کېده هغه سيمې چې امريکايي ځواکونو له طالبانو لاندې کړي، دوی هلته د عامو افغانانو د ښېګڼې لپاره کارونه وکړي.

ډپلوماټان او په پرمختيايي کارونو پوه کسان په ظاهره افغانستان ته د اقتصادي او سرکاري کارونو د ښه کولو لپاره ور واستول شول.

'سيګار' وايي چې تر دغه اعلان د مخه په افغانستان کې د ټولو امريکايي ملکي چارواکو شمېر تر ۳۰۰ لږ زيات و خو اوس تر ۱۰۰ کسانو اوښتی دی.

دغه راپور يې د امريکا په داسې کنډ وکپر اقتصاد کې راغلی چې کانګرس يې د خپلو لګښتونو په کمولو پورې اريان دی.

ورته مطالب