حکومت: د بن غونډې ته "يو" افغان پلاوی ورځي

حکمتيار
Image caption د حکمتيار ډله جګړه، د افغانستان د حل لار نه بولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د حکومت د وسلوال مخالف مشر گلبدين حکمتيار دا وړانديز رد کړ چې که د بن په دويمه غونډه کې د يوه'' خپلواک او د ستونزې د مطرح اړخ'' په توگه برخه ورکړل شي، نو گوند به يې په دغه غونډه کې گډون وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان له خوا به د بن غونډې ته 'يو' افغان پلاوى ورځې.

په لومړيو کې د بن د دويمې غونډې په اړه داسې انگيرنې وې چې ښايي د وسلوالو طالبانو په گډون ځينو نورو وسلوالو مخالفو ډلو ته هم په کې د گډون 'بلنه' ورکړل شي.

کارپوهانو په دې انگيرنو سره هغې نيوکې ته ځواب وايه چې د بن په لومړۍ غونډه کې يې د طالبانو نه شتون د افغانستان د ستونزې له لاملونو څخه کارنده لامل باله.

خو افغان حکومت دې ټولو انگېرنو ته داسې ځواب ورکړ چې دا غونډه به د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې تر منځ وي.

دوی وايي په دې کې د ''افغان حکومت وسله والو مخالفانو'' ته ځاى نه ورکوي، خووروسته افغان حکومت وويل چې کيدى شي د حکومت وسلوال مخالفان هم د ا افغان پلاوي په اډانه کې د بن د غونډې گډونوال شي.

په دې وروستيو کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب وويل که د يوه ''خپلواک او د ستونزې د مطرح اړخ'' په توگه برخه ورکړل شي استازي به يې په دغه غونډه کې گډون وکړي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل چې پرته له افغان پلاوي څوک په خپلواک ډول په دغه غونډه کې گډون نه کوي.

ده وويل که د بن تر غونډې وسلوال مخالفان د سولې د عالي شورا په نوښت د جوړجاړي له بهير سره يو ځاى شي، نو شوني ده چې د افغان پلاوي برخه وگرځي.

'' که د بن تر غونډې مخکې د افغانستان د سولې د ملي بهير په ترڅ کې عملي پرمختگونه وشي،او موږ هيله من يو چې پرمختگونه به وشي، نو د واحد افغان پلاوي په جوړښت کې د افغان حکومت اوسني وسلوال مخالفان هم کولاى شي چې په دغه غونډه کې گډون وکړي.''

سره له دې چې د بن د غونډې کره اجنډا تر دې مهاله رسنيو ته لاره نه ده کړې، خو افغان چارواکي وايي له وسلوالو مخالفانو سره د "جوړجاړي" خبره به يې په سر سر کې وي.

همدا راز د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د اوږدې مودې ستراتيژيکي اړيکي، د دغه هيواد لس کلنې لاس ته راوړنې او د هغوى د خونديتوب لارې چارې موندل او همدا راز د امنيتي مسوليت ليږد هم ښايي د بن د غونډې د اجنډا برخې وي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د روان ميلادي کال په وروستيو کې د جرمني په بن ښار کې جوړه شي.

ورته مطالب