ناټو: د افغان پوځ د جوړولو بهير بې جوړې دی

افغان پوځ
Image caption افغانستان اوسمهال څه باندې ۱۷۰ زره سرتېري لري.

په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونه وايي تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته افغانستان په نړۍ کې لومړى هيواد دى چې په دومره لږ وخت کې يو ستر او سنبال ملي پوځ جوړوي.

ناټو وايي دې موخې ته د رسيدو په لاره کې ستره ننگونه د ملي اردو په ليکو کې د بې سوداۍ شتون دى. افغانستان دا وخت شاوخوا۱۷۱زره پوځ لري.

د دې تشې د ډکولو په موخه دا وخت ٣٠٠٠ روزونکي، سرتيرو ته ليک لوست ښيي.

په افغانستان کې د ناټو د زده کړو د مرکز مرستيال جنرال مايکل ډي دا اوازې هم رد کړې چې گواکې د ملي اردو له ليکو نه د دود خلاف ډير سرتيري تښتي.

ناټو وايي دومره ستر بهير بې ستونزو او بې ننگونو نه وي،په افغانستان کې د ناټو د زده کړو د مرکز مرستيال مشر جنرال مايکل ډي وويل چې دې منزل ته د رسيدو په لاره کې وخت ته اړتيا ده:

" ټولو ته په کار پر دې خبره پوه شي چې له دويمې نړيوالې جگړې راهيسې په نړۍ کې بل داسې هيواد نشته چې په دومره وخت کې يې د افغانستان د ملي اردو په کچه پوځ جوړ کړى وي.

دا يو دروند بار او ستره دنده ده، او څرگنده ده چې دومره لوى کار وخت ته اړتيا لري، موږ بايد دې موخې ته د رسيدو لپاره زغم ولروناهيلې نه شو.

خپلو وړتياو لوړولو ته بايد پام وکړو، يو ځل بيا وايم چې ٢٠١٤ کال رارسيږي موږ به يو داسې کار کړى وي چې له دويمې نړيوالې جگړې وروسته يې سارى نه دى ليدل شوى."

ناټو وايي د افغان ملي پوځ د جوړونې او سنبالښت چارې د دوى تر اټکلونو هم ښې پر مخ روانې دي، او هيله شته چې په ٢٠١٤ ميلادي کال کې به افغانستان د خپل ملي پوځ په جوړښت يو سلو پنځه نوي زره سرتيري ولري.

په افغانستان کې د ناټو د زده کړو د مرکز مرستيال جنرال مايکل ډي وويل چې موخې ته د رسيدو په لاره کې تر ټولو لوى خنډ دادى چې ډير شمير سرتيري ليک لوست نه شي کولاى.

" تر ټولو مخکې خو تاسې تر ما ښه پوهيږۍ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دلته اغيزناک پوهنيز جوړښت نه و. يو بشپړ نسل موجود دى چې ليک لوست نه شي کولاى، او د داسې پوځ روزل يوه ستونزه ده چې سواد ونه لري، نو يو کار چې موږ يې کوو هغه دا دى، کوم سرتيري د ملي پوځ له ليکو سره يو ځاى شي موږ ورته د سواد د زده کړې بهير پيلوو."

ښاغلي ډي وويل چې دې ستونزې ته يې پام دي او د هوارولو په موخه يې وسمهال ٣٠٠٠ روزونکي پوهنيزو دندو بوخت دي.

دغه چارواکي دا نيوکه هم رد کړه چې گواکې يو ډير شمير سرتيري په نشيي توکيو روږدي دي د ناټو چارواکي وويل چې څوک له ملي پوځ سره يو ځاى کيږي راز راز روغتايي کتنې يې کيږي چې د روږديوالي ټيسټ هم په کې راځي.

ښاغلي ډي وويل ښايي داسې سرتيري وموندل شي چې نشه کوي خو شمير به يې ډير لږ وي.

د ناټو د زده کړې مرستيال دا خبره هم ناسمه وبلله چې گواکې له افغان ملي پوځ نه د دود خلاف ډير سرتيري تښتي.

هغه وويل د نړۍ هر پوځ بايد له ټولې شميرې ٧٠ په سلو کې سرتيري خوندي وساتي چې له دې مخه په افغان پوځ کې له دې شميرې څخه ډير سرتيري پاتې کيږي.

د ناټو چارواکي پر دې هم خوښې وښوده چې د افغانستان په ملي پوځ کې د ښځينه سرتيرو شمير هم مخ په ډيریدو دی.

ورته مطالب