سوله ييز سبا: د افغانستان جګړې ته بايد بدیل وموندل شي

سوله ييز سبا ټولنه
Image caption د افغانستان روانه لانجه د غچ اخيستو او زور له لارې نه شي هوارېدلی.

په متحده ایالاتو کې د سوله يیز سبا په نوم د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو او دوستانو د ټولنې مشر او د تاریخ پروفیسر پاول ارپایه وایي اوس د دې وخت رارسیدلی چې په افغانستان کې روانې جګړې ته مناسب بدیل وموندل شي.

نوموړی وایي هغه سازمان چې دی یې مشري کوي، دا ګڼي چې د امریکا د خلکو په څیر د سپمبر د ۱۱مې بریدونو د افغانستان له خلکو هم درنې قربانۍ اخیستي او اوس هم په دغه هیواد کې د جګړې د دوام له کبله د ملکي خلکو قرباني کیدل دوام لري.

د ښاغلی ارپایه په باور د افغانستان روانه لانجه د غچ اخیستو او زور له لارې نه، بلکې د افغانانو پر غوښتنو او وړاندیزونو د پوهیدو له لارې اواریدی شي.

ښاغلي ارپایه د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د لسمې کلیزې په درشل کې په کابل کې زموږ له همکار سید انور سره په مرکه کې دغه څرګندونې کړي دي. دی په سر کې کابل ته د خپل سفر پر موخو غږیږي.

دغه مرکه خپلواک ساپي پښتو ته اړولې ده.

پوښتنه: د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په درشل کې افغانستان ته ستاسو د راتلو هدف څه دی؟

ځواب: زه دلته په دې خبرې د پوهیدلو لپاره راغلی یم چې د امریکا خلک او زموږ سازمان ته ورته نور امریکایي سازمانونه د افغانستان د ستونزې په اوارولو او په ټوله کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې څه کولي شي.

زما په باور د افغانستان د خلکو پر غوښتنو او د دغو غوښتنو د پوره کولو پر لارو چارو پوهیدل ډيره مهمه خبره ده. د افغانستان لانجه یوازې پر دغو غوښتنو د پوهیدو له لارې اواریدی شي.

پوښتنه: تاسو د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې بیا تر اوسه په دغه اړه د امریکا او افغانستان پرمختیاوې څاری، ستاسود موندنو له مخې د افغانستان پر خلکو دغو بریدونو څه اغیز پریستی؟

ځواب: زموږ له نظره د افغانستان خلک هم د سپتمبر د یولسمې د بریدونو قربانیان دي. او دا خو ځکه چې دوی هم د دغو بریدونو په پایله کې د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړل.

دغه بریدونه په اصل کې په ۱۹۷۹ یم کال کې د پيل شوې جګړې تر شا د یوې تازه جګړې پیل و. دغې جګړې هم د تیرې هغې په څیر د افغانستان خلکو ته درانه کړاوونه واړول.

البته دغه جګړه له واک نه د طالبانو د شړلو لپاره پيل شوه، خو د یوې داسې ټولنې په جوړولو کې ترې ډیر لږ څه تر لاسه شوي چې د افغانستان خلکو یې تمه درلوده.

پوښتنه: خو امریکایي چارواکي دا د ترهګرۍ خلاف جګړه بولي. انګیزه یې هم همدغه بریدونه یانې د سپتمبر د ۱۱ بریدونه ګڼي. تاسو د یوې داسې امریکایي ټولنې یا سازمان مشري کوی چې د سپتمبر د یولسمې په بریدونو کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي. په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دغو امریکایانو نظر څه دی؟

ځواب: دا خوشینوونکې او وحشتناکه خبره ده. دا په ریښتیا هم خواشینوونکی کار دی. زه پوهیږم چې دا سړي ته څه ډول احساس ورکوي.

مثلا تاسو د خپلې کورنۍ د یوه غړي د لیدو تمه لری ، خو هغه کور ته نه راځي. تاسو فکر کولای شی چې دا په ریښتیا هم څومره وحشتانکه خبره ده. زه دا نه منم چې شخړې ګواکې په زور سره اوارېدی شي.

یوه افغان ځلمي را ته وویل چې وینې په وینو نه پریولل کیږي. حقیقت همدغه دی. له بده مرغه چې زموږ حکومت خپل ټول پام غچ اخیستو ته اړولی او د زور پر کارولو فکر کوي.

خو پوښتنه دا ده چې هغوی د چا غچ اخلي؟ که زما غچ اخلي نو زه غچ اخیستل نه غواړم. زما د کورنۍ اکثره غړي هم غچ اخیستل نه غواړي. له لویه سره د غچ اخیستو احساس موجود نه دی.

موږ پر چا بریدونه کوو؟ د ترهګرۍ خلاف جګړې ستونزه همدا ده چې ترهګري کله هم ختمیدی نه شي. دا یوه داسې جګړه ده چې ګټونکی نه لري.

پوښتنه: تا سو پر هر څه کرښه راکاږۍ او داسې بریښي چې په افغانستان کې ښکیلتیا یوه تیروتنه بولی، که داسې وي نو بیا پړه د چا ده؟

ځواب: کانګرس زموږ ولسمشر ته واک ورکړ، هر څه چې غواړي و دې کړي. ان که د خلکو وژنه هم وي. همدا د خواشینۍ خبره ده. زموږ پخواني مرستیال ولسمر دیک چیني په دې وروستیو کې یو کتاب خپور کړ.

په دغه کتاب کې داسې څه شته چې له کبله یې نوموړی د جنګي جنایتونو له تور سره مخامخ کیدی شي.

خو تراوسه هیڅوک هم سوڼ له خولې نه باسي. ان حکومت، خو د هغه د دفاع او ملاتړ لپاره خپل ټول وس کاروي.

Image caption په اوسني حکومت باور نه شي کیدی. دوی تل د وژل شویو سرتیرو د شمیرې په اړه درواغ ویلي.

په کانګرس کې هم له یو یا دوه کسانو پرته نور څوک څه نه وايي. په رسنیو کې هم د افغانستان د خلکو د وژل کیدو په اړه ډیر څه نه راځي.

حال دا چې دلته هره ورځ خلک وژل کیږي او دا یوه داسې عادي خبره ګرځیدلې چې څوک ورته پام نه کوي.دا په ریښتیا هم یوه وحشتناکه خبره ده.

پوښتنه: د امریکا د ګټو د دفاع او د افغانستان د خلکو د ملاتړ په شعار په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په جګړه کې په سوونو امریکایي سرتیري وژل شوي، خو تاسو دا هر څه محض یوه ناکامه لوبه بولی؟

ځواب: دوی لس کاله موږ ته درواغ ویلي. اوس هم راته درواغ وايي. په اوسني حکومت هم باور نه شي کیدی. دوی تل په تیرو لسو کلونو کې د وژل شویو سرتیرو د شمیرې په اړه درواغ ویلي.

دوی زموږ د سرتیرو د وس او وړتیا په اړه هم درواغ ویلي. ان په دې اړه یې هم درواغ ويلي چې د طالبانو له ماتې وروسته دوی په اصل کې د افغانستان واګې چاته وسپارلې.

په اصل کې دغه واګې هغو محدود شمیر کسانو ته په لاس ورغلې چې تر طالبانو وړاندې یې کورنۍ جګړه رهبري کوله.

دوی په کنټرول کې واک ته د رسیدلو دغه محدود شمیر کسانو په راوستو کې هم پاتې راغلل.

پوښتنه: تاسو کابل ولیده او له خلکو سره به مو هم خبرې کړي وي، دلته خپلو موندنو ته په کتو، د افغانستان د حالاتو په اړه ستاسو قیاس څه دی؟

ځواب: زه د کابل په کوڅو کې وګرځیدم او دا راته هیڅ د منلو نه وه چې د ملیاردونو ډالرو له لګیدو سره سره د پام وړ څه نه تر سترګو کیږي.

زموږ خلک باید په دې پوه شي چې زموږ حکومتونه د افغانستان د خلکو د هیلو د پوره کولو په برخه کې پاتې راغلي او په کار ده چې موږ نور له خوبه راپاڅيږو.

د ولسمشر اوباما حکومت هم د یرغلیزو ځواکونو له ډیرولو پرته د تیر هغه په څیر ډیر څه نه دي کړي.

زما په ګومان د ځواکونو دغه ډیر والي هم امریکایي سرتیرو او هم په جګړو کې ښکیلیدونکو ملکي افغانانو ته د سر د تاوان له ډیریدو پرته کومه بله د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

موږ ته پکار ده چې پر دغه لوري له مخ ته تلو تم شواو پر ځای یې د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ډير پام واړوو.

پوښتنه: تاسو په روانه جګړه کې د افغانانو تلفاتو ته اشاره وکړه، افغان ولسمشر هم په بیا بیا د ملکي افغانانو پر تلفاتو، د شپې له خوا د خلکو پر کورونو په ورختو، او د بیګناه کسانو په نیول کیدو نیوکې کوي.ستاسو په نظر که وضعیت همداسې دوام وکړي، د دې پایلې څه کیدی شي؟

Image caption پاول وايي که موږ په زور د چا په کور ورننوځو او بيا معلومیږي چې نیول شوي کسان له ترهګرو سره اړیکي نه لري، دا پخپله ترهګري ده.

ځواب: که چیرې موږ په زور سره د چا په کور ورننوځو او خلک یې له ځانه سره بیایو خو وروسته را ته معلومیږي چې نیول شوي کسان له ترهګرو سره اړیکي نه لري او بیرته یې پریږدو، دا پخپله ترهګري ده.

یانې دا چې موږ د ترهګرۍ خلاف جګړه کې پخپله ترهګرۍ ته مخه کوو. موږ نشو کولای چې وینې په وینو پریولو.

زما په ګومان په دې خبره پوهیدل چې موږ پر غلطه لار روان یو، ګران کار نه دي.

تر کومه چې ما د افغانستان له خلکو او د مدني ټولنې له استازو سره خبرې کړي، ټول په دې باور دي چې خلک د طالبانو ملاتړ نه کوي.

خلک یوازې په بیړنیو حالاتو کې چې فکر کوي طالبان ورسره مرسته کولای شي، هغوی ته مخه کوي، خو په عمومي توګه خلک له طالبانو سره مینه او لیوالتیا نه لري.

دا په اصل کې زموږ نیمګړتیا ده چې خلک د خپل امنیت لپاره طالبانو ته مخه کوي او دا خو ځکه چې موږ یې د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي یو.

زما په باور د ترهګرۍ خلاف جګړې تر ټولو اغیزمنه لاره د افغانستان ابادول، د لارو او تفریح ځایونو جوړول او یو بل ته د افغانانو د نږدې کیدو لپاره د فرصتونو رامینځ ته کول دي، نه د شپې د خلکو پر کورونو ورختل.

پوښتنه: ښایي تاسو ته د روانو حالاتو په اړه د افغانستان د خلکو نظر له نږدې معلوم شوی وي. که د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د قربانیانو د ټولنې د مشر په توګه د امریکا خلک په دې اړه له تاسو معلومات وغواړي نو هغوی ته به ستاسو ځواب څه وي؟

ځواب: زه به د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د کلیزې پر مهال بیرته واشنګټن ته تللی یم او د یاد د دغو مراسمو په ترڅ کې به خلکو ته وینا هم وکړم.

خو زه د امریکا خلکو ته د خپلې دغې وینا له اړخه ډیر اندیښمن یم. زه غواړم چې د افغانستان د خلکو غوښتنې او اندیښنې هغوی ته ورسوم.

له دې سره جوخت به زه پر داسې لارو چارو هم غور پیل کړم چې پر مټ یې د افغانستان خلک له موږ سره د مخامخ خبرو او تماسونو وس ومومي.

د ساري په ډول ان لاین یا بریښنایي ورځپاڼه یوه دااسې لاره ده چې په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالان پرې له نړیوالې ټولنې او دا راز د امریکا له خلکو سره خپل نظرونه شریکولی شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغو بریدونو کې زما د کاکا لور کاتي میازه چې د پولیسو افسره وه، ووژل شوه.

که چیرې د امریکا خلک په دې پوه شي چې په افغانستان کې یوه ښځه په کال کې د ۲۰۰۰ ډالرو په بیه د ښځو په ځانګړي پوهنتون کې زده کړې کولی شي، نو ډیر خلک به دغې مرستې ته حاضر شي.

دې ته ورته ګڼ نور کارونه هم کیدی شي. البته د دې تر څنګه په دې خبره هم غور په کار دی چې پیسې په سمو کارونو او سمو لارو ولګول شي.

له بده مرغه موږ ته معلومه شوې چې د حکومت له لارې د ورکول کیدونکو پیسو ډیره برخه غلطو لاسونه ته لویږې او ضایع کیږي.

پوښتنه: ایا د سپتمبر د یولسمې په بریدونو کې ستاسو له کورنۍ نه هم څوک وژل شوي؟

ځواب: هو، په دغو بریدونو کې زما د کاکا لور کاتي میازه چې د پولیسو افسره وه، ووژل شوه.

هغې ماته د مشرې خور حیثیت لاره زه له بهرنیو خوړو سره هم هغې بلد کړم او نړۍ یې راوپيژندله. زه له هماغې راهیسې بیا تر اوسه د هغې تشه احساسوم.

پوښتنه: دلته په افغانستان کې به هم داسې لږ کورنۍ پیدا شي چې د تیرې ۳۰ کلنې جګړې په اوږدو کې ترې څوک وژل شوي نه وي، د خپل کاکا د وژل شوې لور یاد ته په کتو، د افغانستان د خلکو په اړه څه فکر کوی؟

ځواب: دا یوه وحشتناکه خبره ده، کاملا وحشتناکه خبره. زه اصلا نه پوهیږم چې د افغانستان خلک څه وړ خپل ورځنی ژوند پر مخ بیایي.

ما په نیویارک کې ژوند کاوه، خو د خپل تره د لور له وژل کیدو وروسته را ته په رواني لحاظ په نیویارک کې ژوند ستونزمن شو او له همدې کبله مې په پنسلوانیا کې د ښوونکي دنده خپله کړه.

وروسته اړ وم چې په پرله پسې توګه د نیویارک او پنسلوانیا تر مینځه تګ راتګ ته دوام ورکړم او دې کار نږدې له پښو وغورځولم.

خو دلته خلک ګهیځ مهال په عادي ډول له خوبه راویښیږي ، خواړه خوري او په کار پسې له کوره وځي.

زه یوازې همدا ویل غواړم چې که چیرې موږ دغه حالت ته د دوام اجازه ورکړو، نو دا به په ریښتیا هم یو وحشت وي.

ورته مطالب