ناټو: کابل کې د امریکا پر سفارت د برید طراحان ونیول شول

د انځور حقوق AFP
Image caption پدې پیښه کې د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې نژدې شل ساعته دوام وکړ.

ناټو اعلان کړی چې په کابل کې د سه د شنبه د ورځي د ترهګر برید دوه تنه تنظیم کوونکي یې نیولي دي .

ناټو وایې پر دغو کسانو تور دی چې یو یې د طالبانو له ډلي سره او بل یې په پاکستان کې د حقاني له شبکې سره اړیکي لري. دغو کسانو په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر قومندانۍ هغه برید تنظیم کړی وو چې نژدې شل ساعته یې دوام وکړ .

شپږو تنو برید کوونکو د سه شنبې چې د سنبلې/وږي د میاشتي دوه ویشتمه وه ، تر غرمې وروسته د عبدالحق څلور لاري ته څیرمه یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته ننوتل او د امریکا پر سفارت او ناټو د قومندانۍ په ګډون یې پربیلا بیلونورو سیمو و سپکې او درندې ډزي وکړې .

پدې برید کې د پولیسو په ګډون شپږ تنه مړه او شاوخوا دیرش نور ټپیان شول . په ټپیانو کې د ناټو ځواکونو شپږ سرتیري او د امریکې د سفارت څلور کارکوونکي هم شامل ول.

په افغانستا ن کې د ناټو ځواکونو ویاند کارستن جاکوبسن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ددغه برید یو تنظیموونکی یې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اړوندو سیمو او دوهم تن یې د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې نیولی دی .

جاکوبسن وویل افغان او ناټو ځواکونو ددغو کسانو د موندلو لپاره ګډ عملیات پیل کړي دي او په وینا یې دوی د څو نورو بمي بریدونو په پلانولو کې هم لاس لري .

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت پدې اړه له څه ویلو ډډه کړې ، خو تر دې وړاندې ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي ووچې په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر قومندانۍ د سه شنبه برید په پاکستان کې پلان شوی وو .

د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي هغه ګرځنده ټلیفونونه چې له برید کوونکو څخه تر لاسه شوي ښیې چې دوی په پاکستان کې له یو شمیر کسانو سره اړیکي نیولي وې .

پآکستاني چارواکو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د بریدونو په پیښو او له ترهګرو سره لاس لرل رد کړي د ي.

ورته مطالب