د مرکزي ولایتونو پر لویو لارو بریدونه ډېر شوي

د کابل - کندهار لویه لاره
Image caption د میدان وردګو ، غزني او لوګر ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې د اورپکو لخوا د بریدونو د ډېرېدو له امله شکایت کوي،

د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې سیمه ییزچارواکي وايي، په دې وروستیو کې اورپکو د دغو سیمو په لویو لارو خپل بریدونه ډېر کړي دي.

د میدان وردګو، بامیانو، غزني او لوګر ولایتونو د چارواکو په وینا اورپکي هڅه کوي، په دغو سیمو کې د ناامنیو په ډېرولو سره د لویو اقتصادي پروژو بهیر ودروي.

د میدان وردګو والي حلیم فدایي بي بي سي ته وویل، په دغو ولایتونو کې سپین ږیرو د میدان ـ بامیان د لویې لارې د امنیت په ټینګښت کې د چمتووالي اعلان کړی.

ښاغلي فدايي وویل، دوی به د دغې لارې په اوږدو کې د سیمه ییزو پولیسو شمېر هم ډېر کړي:

''موږ هلته ملي پولیس او ملي اردو ګومارلي دي. موږ غواړو، چې هلته له خلکو سره د امنیت د ټينګښت لپاره غونډه وکړو. موږ به هلته سیمه ییز پولیس هم وګومارو.''

ښاغلي فدايي ټینګار وکړ، چې په دغو سیمو کې اورپکي له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري.

په ورته وخت کې د بامیانو د والي سلاکار بسم الله تابان بي بي سي ته وویل، چې په دې وروستیو کې د کابل ـ میدان او د میدان ـ بامیان لارې ناامنه شوي دي.

د ښاغلي تابان په وینا په دغو سیمو کې د اقتصادي پروژو له ډېرېدو سره سم د تاوتریخوالو کچه هم ډېره شوې ده.

''کېدای شي، څو لامله ولري، له هغو څخه مهم يي اقتصادي لامل دی. هرڅومره، چې په دغه لاره کې بنسټيز او پراختیايي کارونه ډېر شوي، په هماغه کچه امنیتي ګواښونه ډېر شوي دي.''

په ورته وخت کې د غزني ولایت چارواکي هم وايي، وسلوال طالبان د سړک جوړونې د شرکتونو پرامنیتي ساتونکو، په بریدونو سره هڅه کوي، د ټول ګټو پروژو مخه ونیسی.

د غزني والي موسی اکبرزاده له بي بي سي سره په خبرو کې د اورپکو پروړاندې د امنیتي تیاريو ترڅنګ، ورڅخه د دا ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.

لوګر هم د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه دي، چې په لویه لاره يي په ځانګړي ډول د کابل ـ ګردېز په لاره کې کله نا کله د ناامنیو پېښې کیږي. د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش وايي، دوی خپلې سیارې امنیتي پوستې د دغې لارې په اوږدو کې ډېرې کړي دي.

Image caption د افغانستان د مرکزي ولایتونو پر لویو لارو امنيتي پوستې ډېرې کړای شوې دي.

ده وړاندې وویل، چې اوس مهال د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي، چې په وینا يي په دغو عملیاتو کې ۲۲ اورپکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د میدان وردګو ، غزني او لوګر ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې د اورپکو لخوا د بریدونو د ډېرېدو له امله شکایت کوي، خو افغان او ناټو ځواکونه بیا په دغو سیمو کې د امنیت د ټينګښت له پلوه ډاډ ورکوي.

د افغانستان په څو مرکزي ولایتونو کې د ناامنیو اندېښنې په داسې حال کې کیږي، چې تر راتلونکو دریو کلونو به افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د ورسپارلو بهیر پای ته رسیږي.

ورته مطالب