د کابل بریدونو سعودي دپلوماتان وتو ته اړ کړل

د سعودي عربستان او افغانستان بیرغ
Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځلې د سعودي عربستان له پا چاه څخه غوښتنه کړې، چې د افغاستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت یوې افغان سرچینې بي بي سی ته ویلي، چې د دغه سفارت شاوخوا شلو کارکوونکي په کابل د تېرې اوونې د وسله والو له برید څو ساعته ورورسته له افغانستان څخه وتلي دي.

په کابل کې د سعودي عربستان په سفارت کې یوې افغان سرچینې ویلي، چې دغه دپلوماتان د عربستان له بهرنیو چارو وزارت سره له یو ساعت سلا مشورې وروسته له افغانستان څخه وتلي دي.

دغه چارواکی وايي، دپلوماتانو د سعودي په سفارت کې خپل ټول اسناد وسوځول او حتی پرته له دې، چې له خپلو افغان ملګرو سره مخه ښه وکړي، له کابل څخه ووتل.

د عربستان په سفارت کې افغان کارکونکو ته ویل شوي، چې د سفارت تر اجازې پورې دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له کابل څخه د سعودي عربستان د دپلوماتانو د وتلو خبره مني خو وايي عربستان د خپلو دپلوماتانو د خوندیتون لپاره دا کار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي بي بي سي ته وویل، ډیر ژر به د عربستان د سفارت کارکونکي بیرته کابل ته راستانه شي:

احتیاطي موضوع

''له کابل څخه د سعودي عربستان د دپلوماتانو سفر د دوی د خوندیتوب لپاره یوه احتیاطي موضوع ده. همغه ډول، چې موږ او تاسې یې شاهدان وو، د سعودي عربستان سفارت سره نژدې، د عبدالحق په څلور لاري کې د سه شنبې په ورځ ترهګریز برید وشو، نو له همدې امله سعودي عربستان د هغوی سفر یوازې او یوازې د دوی د امنیت لپاره وو او د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوا په څیر ټینګي دي او ښایی هغوی نن یا سبا بېرته راشي.''

که څه د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د عربستان سفارت تړل شوی نه دی، خو د عربستان په سفارت کې دغه افغان سرچینې ټینګارکړی، چې په دغه سفارت کې دپلوماتانو ټول اسناد او مدارک وسوځل او د کابل هوايي ډګر په لور روان شول.

د سعودي عربستان دپلوماتانو په داسې وخت کې له کابل څخه پښې سپکې کړې، چې افغان دولت ټینګار کوي، عربستان کولای شي، په اسلامي هېو ادو کې د خپل نفوذ له مخې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې پراخه ونډه ولري.

افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځلې د سعودي عربستان له پا چاه څخه غوښتنه کړې، چې د افغاستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

ورته مطالب