نورستانی: د پوليسو په ليکو کې بايد چاڼ وشي

نورستان
Image caption د نورستان نوى والي تميم نورستانى په دغو ولسواليو کې د ناامنۍ اصلي وجه د پوليسو په ليکو کې د هغو کسانو شتون بولي چې په وينا يې په فساد کې ښکېل دي او تر ډېره د دولت د مخالفو ځواکونو سره اړيکي لري.

د افغانستان د ختيځ ولايت نورستان چارواکي وايي تر هغې پورې چې د دغه ولايت د پوليسو په ليکو کې ادلون بدلون نه وي راغلي، نو په دغه ولايت کې د سولې او سم سمکي راوستنه گرانه څه چې د دغو چارواکو په وينا ناشونې هم ده.

نورستان ته نوي گومارل شوي والي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په هغو ولسواليو کې يو ځلې بيا د افغان دولت جنډه ورپوي چې تر دې مهاله د دولت د مخالفو ځواکونو په ولکه کې دي.

نورستان ته نوى گومارل شوى والي داسې مهال دغلته د سولې او امنيت د ټينګښت خبره کوي چې لا هم د دغه ولايت له اوو ولسواليو نه يې د وانت وايگل او کامديش ولسوالۍ په جورلټ ډول د طالبانو په واک کې دي او په پاتې نورو کې يې هم د ولسوالۍ د باندې په نورو ټولو سيمو کې د طالب جنگياليو راج چليږي.

خو نوى والي تميم نورستانى په دغو ولسواليو کې د ناامنۍ اصلي وجه د پوليسو په ليکو کې د هغو کسانو شتون بولي چې په وينا يې په فساد کې ښکېل دي او تر ډيره د دولت د مخالفو ځواکونو سره اړيکي لري:

''د نورستان د پوليسو په ليکو کې بايد چاڼ وشي، څوک چې د جيبونو د ډکولو لپاره دغه ولايت ته راغلي دي نور دلته ځاى نه لري، د دغو کسانو ادلون بدلون هم گټه نه لري، ځکه يو خاين کس له يوه ځايه پورته کړه او بله څوکۍ يې وگوماره، دغه خلک بايد له دغه ولايته وايستل شي، د ټولو ولسواليو څارنوالان بايد راوغوښتل شي او ټول رياستونه بايد له سره وارزول شي.''

د نورستان والي پر ځينو سيمه ييزو چارواکو تور پورې کړ چې گواکې نورستان سره مرسته شوې پيسې يې تالاترغه کړي او د هغه په خبره چې تر ډېره د نورو چارواکو له خوا يې ملاتړ هم کېده، خو هغه گوت څنډنه وکړه چې تر دې وروسته به د دغو چارواکو نومونه په ډاگه کوي او له ولسي خلکو سره به يې شريک کړي.

ښاغلي نورستاني د وانت وايگل د ولسواليو د بېرته نيولو په اړه وويل چې په سر کې به د دغو ولسواليو له مخورو او مشرانو سره خبرې کېږي او وروسته به په دې برخه کې کوټلي گامونه پورته کېږي.

هغه وايي چې تر وسه، وسه به خپل ټول ځواک کاروي چې دغلته بېرته سوله او سم سمکى ستون کړي:

''موږ په راتلونکو دوه درې ورځو کې د وايگل ولسوالۍ مشرانو ، عالمانو او مخورو ته بلنه ورکوو چې دلته راشي او زموږ سره خپل نظريات شريک کړي ، هغوى به د خپلې ولسوالۍ او هلته د شته ستونزو په اړه زموږ سره خپل نظرونه شريک کړي ، هغوى به موږ ته ووايي چې ايا غواړي ولسوالۍ بيرته فعاله کړي او که نه جگړه به کوي ، انشاء الله تر هغې وروسته به موږ دغه ولسوالي فعاله کړو.''

نن سبا د نورستان په ډيرو برخو کې طالبان واکمن دي چې د دغه ولايت د مرکز پارون ته هم خوراکي او نور د اړتيا وړ توکي د ډيرو ستونزو په گاللو او يا هم د هوا له لارې رسول کيږي.

تر دې وړاندې د نورستان نورو چارواکو هم په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو له کمښته شکايت کاوه او ويل يې چې د امنيتي ځواکونو د کمښت په وجه د زياتو ستونزو سره مخامخ دي.

Image caption سره له دې چې په تېرو کلونو کې دغلته گڼ امريکايي ځواکونه مېشت وو، خو درې کاله وړاندې د طالبانو په يو بريد کې دغو ځواکونو ته د گڼې مرگ ژوبلې تر اوښتو وروسته هغوى له نورستانه پښې سپکې کړي.

سره له دې چې په تېرو کلونو کې دغلته گڼ امريکايي ځواکونه مېشت وو، خو درې کاله وړاندې د طالبانو په يو بريد کې دغو ځواکونو ته د گڼې مرگ ژوبلې تر اوښتو وروسته هغوى له نورستانه پښې سپکې کړي.

دا مهال يو بهرنى سرتېرى هم دغلته نه شته، دا رنگه دغلته په تيرو کلونو کې د بيا رغاونې چارې په نشت حساب دي او خلک يې هم له دې امله شکايتونه کوي .

دارنگه، په تېرو کلونو کې دغلته بېلابېل واليان بدل رابدل شوه چې پخپله تميم نورستانى هم تېر ځل د څلورو کالو لپاره دغلته والي پاتې شوى.

ورته مطالب