بغلان کې د ازبکستان د حرکت اسلامي یو مشر نیول شوی

Image caption په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي سیمو کې د ازبک سخت دریځو په ګډون د بهرنیو وسله والو مخالفو ډلو د فعالیت او خوځښتونو په اړه ځینې راپورونه خپاره شوي دي.

د آیساف ځواکونه وايي د بغلان ولایت په نوي بغلان ولسوالۍ کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د ازبکستان د حرکت اسلامي ډلې یو لوړ پوړی چارواکی نیولی دی.

آیساف وايي د حرکت اسلامي دغه لوړپوړي غړي په خپلو ورانونکو عملیاتو کې د حکومت د لوړو پوړو چارواکو د وژلو پلانونه جوړول.

د آیساف له خوا په یوې خپره شوې اعلامیې کې د نیول شوي کس نوم نه دی یاد شوی خو ویل شوي چې د افغانستان په شمال کې یې د مخالفو وسله والو لپاره د پټن ځایونو د جوړولو هڅې کولې.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي سیمو کې د ازبک سخت دریځو په ګډون د بهرنیو وسله والو مخالفو ډلو د فعالیت او خوځښتونو په اړه ځینې راپورونه خپاره شوي دي.

ویل کیږي چې دغه بهرني وسله وال د ډیورنډ کرښې د پاکستان له قباییلي سیمو د افغانستان شمالي ولایتونو ته ورغلي دي.

شنونکي وايي بهرنۍ ملیشې د افغانستان په شمال کې د اډې د جوړولو هڅې کوي او په شمال کې د هغوی شتون کولای شي امنیتي حالت لا خراب کړي.

خو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې افغان امنیتي چارواکي وايي دوی به بهرنیو ملېشو ته اجازه ورنه کړي چې په دغو سیمو کې اډې جوړې کړي.

د پولیسو د ۳۰۳ پامیر زون ویاند لعل محمد احمدزی وايي په دې اړه د پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ګاونډیو هېوادونو سره خبرې شوي او غوښتنه یې ترې کړي چې ملیشې پرېنږدي چې افغانستان ته ننوځي. د پولیسو د ۳۰۳ پامیر زون ویاند زیاتوي دوی څو ورځې وړاندې د بدخشان په ولایت کې هم د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر بهرني مخالف جنګیالي ونیول.

د پوځي چارو شنونکي وايي که د افغانستان په شمال کې د بهرنیو ملیشو د فعالیت مخه ونه نیول شي نو کیدای شي دغه نسبتا امن سیمې هم د تاوترخوالي په ډګر بدلې شي.

وړاندې تر دې افغان حکومت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو لامل د بهرنیو ملیشو شتون بللی وو.

ورته مطالب