افغانستان کې د جوماتونو عایدات

په کابل کې په یو شمیر جوماتونو کې د حج او اوقاف وزارت له لورې ملا امامانو ته معاش ورکول کیږي.

د افغانستان په یو شمیر نورو ښارونو کې هم افغان حکومت امامانو ته معاش ټاکلی دی، خو په کلیوالو سیمو کې بیا خلک د جوماتونو د امامانو غم خوري.

ملایانو ته زکات ورکوي او د کوچني اختر د فطر صدقه هم د ملا امام وي. خو یو شمیر دیني عالمان له دې سره مخالفت کوي چې ملا امامانو ته دې د فطر صدقه وسپارل شي دوی دا صدقه د خوارانو حق ګڼي.

په یو شمېر اسلامي هیوادو کې بیا ټولو امامانو ته حکومت معاش ورکوي. د فارس د خلیج په عربي هیوادو کې امامانو ته، موذنانو ته او هغو خدمتګارانو ته چې د جومات ساتنه او پالنه کوي حکومتونه معاش ورکوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .