د برهان الدين رباني د وژل کېدو په تړاو غبرګونونه

رباني
Image caption برهان الدين رباني د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر او د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني وژل کېدل د نړۍ مشرانو غندلي دي.

په دې لړ کې افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل لومړی غبرګون کې د ده وژنه غندلې او دا يې د هغو هدفي وژنو د کړۍ يوه برخه بللې چې په وروستيو کلونو کې پيل شوې ده.

ښاغلي کرزي وويل د مخالفينو دا ډول بريدونه به د سولې پر بهير سیوری ونه غوړوي.

په وروستيو څو مياشتو کې د ولسمشر کرزي د ورور احمد ولي کرزي او جنرال داود داود په ګډون د حکومت لوړپوړي کسان د وسله والو په بريدونو کې په نښه شوې دي.

د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو مشر انرس فو راسموسن د برهان الدين رباني د وژل کېدو په غبرګون کې ويلي چې ناټو به په افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

د ناټو مشر وويل: "غواړم چې د افغانستان دښمنانو ته دا پيغام ورسوم، چې زموږ اراده پياوړې ده او په تدريجي ډول له بهرنيو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت سپارلو ته ادامه ورکوو."

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني هم د برهان الدين رباني وژل کېدل غندلي او هغه يې د پاکستان يو نژدې دوست بللی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه وينا کې د ده وژنه غندلې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیرې هېلري کلنټن د استاد رباني وژنه غندلې او د طالبانو او القاعدې پر شبکې يې د فشار اچولو ټينګار کړی دی.

ډارن عمل

اغلې کلنټن د ده وژنه يو "ډارن عمل" وباله او د دغه بريد د پلانوونکو د ژر تر ژره نيولو غوښتنه یې وکړه.

هغې په يوه وينا کې وويل: "موږ به پر طالبانو او القاعده خپل فشار ته دوام ورکړو" خو خبرداری يې ورکړ چې په افغانستان کې به تاوتریخوالی تر ختمېدو وړاندې، زور واخلي.

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون هم د برهان الدين رباني د وژنې په تړاو په خپل پيغام کې ویلي چې ده له مخالفينو سره د پخلاينې په بهير کې مهم رول درلود.

ده وويل: "ما افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې له ده سره وکتل. د افغانستان لپاره د هغه هڅې ښې وې. د هغه نشتوالی به ډېر احساس شي، خو د سولې شورا به خپل کار ته ادامه ورکوي."

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزي هم د سې شنبې پر ورځ په نيویارک کې دا تاييد کړه چې د برهان الدين رباني وژنه به د سولې پر بهير اغېز ونه شيندي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دیمستورا د استاد رباني په وژل کېدو او د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړو په ټپي کېدو ژور خپګان ښکاره کړی دی.

ښاغلی دیمستورا وايي له دې سره سره باید د سولې هڅې جاري وساتل شي.

کورني غبرګونونه

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال محمد فهیم قسیم د دغه برید پړه پر ترهګرو او د افغانستان د خلکو پر دښمنانو ور واچوله:

"د افغانستان له ټول ولس څخه غواړم چې د وسوسو تر اغېز لاندې رانه شي، دغه پېښه روښانه ده چې دا یوه ترهګره پېښه وه او د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا ترسره شوې ده."

دغه راز جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پر استاد رباني د برید په تړاو وویل چې افغانان به د تېر په شان بیا هم (يرغلګرو) ته په کلکه ځواب ووايي.

د افغانستان د دفاع وزیر عبد الرحیم وردګ د برهان الدين رباني وژنه يوه ضايعه بللې او هغه يې يو پياوړی سياسي او ديني شخصيت وباله.

ښاغلي وردګ افغانانو ته په خپل پيغام کې وويل: "موږ اوس تر بل هر وخت ډېر يووالي، ورورولۍ او همکارۍ ته اړتيا لرو، چې وکولی شو د خپلې خاورې قسم خوړلي دښمنان مات کړو."

په افغانستان کې د اپوزیسيون ډلې یوه مشر عبدالله عبدالله د استاد برهان الدین رباني وژنه د افغان ولس لپاره یوه لویه (غمیزه) وبلله.

ده وویل چې استاد رباني د ژوند تر وروستيو د سولې لپاره هلې ځلې وکړې.