عبدالله: له طالبانو سره د سولې بهیر دې ودرول شي

عبد الله عبد الله
Image caption ښاغلي عبد الله حکومت تر دې وړاندې د لوړ پوړو وژل شویو چارواکو په تړاو هم د وضاحت په نه ورکړه پړ وباله او ویې ویل او د دغه حالت دوام یې د افغانستان د خلکو لپاره یو ناورین وباله.

د تغیر او امید د جبهې په نوم د اپوزیسیون مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د خبرو او تماسونو د سمدستي بندیدو او له سره د سولې د بهیر د ارزولو غوښتنه کړې.

ښاغلي عبدالله په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال افغان حکومت په یوه ترهګریز برید کې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني د وژل کیدو له اړخه وننګاوه او ویې ویل حکومت ته پکار ده چې په دې اړه هرې پوښتنې ته روښانه ځواب وایي.

په افغانستان کې د اپوزیسیون مشر داکټر عبدالله، د سولې د عالي شورا د ریس او د مجاهدینو د واکمنۍ د مهال د نا منتخب ولسمش برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته په خپل لومړني خبري کنفرانس کې حکومت د دغې پیښې د څرنګوالي اړخه د ګڼو پوښتنو د ځواب ذمه وار وباله.

نوموړي د توندو نیوکو په څنګ کې په کلکه له حکومت نه له طالبانو سره د خبرو او تماسونو د بندیدو او په لویه کې له سره د سولې د مخې ته شوي بهیر د ارزولو غوښتنه وکړه:

''ښاغلی کرزی دې د هغو کسانو څنګ ته ورشي چې دی یې خواږه خو خپه شوي وروڼه بولي او د افغانستان خلک دې د خپل برخلیک ټاکلو ته پریږدي. د افغانستان د خلکو زغم نور په ختمیدو دی او دې ناکاره حکومت ته به نور د شپې پر مهال په خیمو کې دا وړ پټو لوبو د دوام اجازه ورنکړي.''

ښاغلی عبد الله مدعي دی چې د جمعیت د تنظیم او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني ګواکې د حکومت د ناسمو تګلارو ښکار شوی او همدا د خلکو له زغمه وتلې خبره بولي.

ښاغلي عبد الله حکومت تر دې وړاندې د لوړ پوړو وژل شویو چارواکو په تړاو هم د وضاحت په نه ورکړه پړ وباله او ویې ویل او د دغه حالت دوام یې د افغانستان د خلکو لپاره یو ناورین وباله.

ورته مطالب