مایک مولن: ''آی اېس آی د حقاني شبکې مټ دی''

مایک مولن
Image caption مایک مولن داهم ویل که پاکستان په نورو ځایونو کې د جنګ اور ته لمن وهي، دا لیرې نه ده چې ددغه اور لمبې به د پاکستان امنیت هم وشړوي.

د امریکا تر ټولو جګپوړي پوځي مشر مایک مولن د پاکستان څارګره اداره د حقاني سخت دريځې شبکې مټ بللی دی.

نوموړي ویلي، چې په کابل کې د امریکا پر سفارت بریدونه د حقاني شبکې د آی اېس آی په مرسته تنظيم او ترسره شوي دي.

په دغو بریدونو کې چې لږترلږه ۲۰ ساعته یې دوام وکړ، ۲۵ کسان ووژل شول.

خو په لندن کې د پاکستان سفیر واجد شمس الحسن دا ادعاوې رد کړې دي، او وايي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ډېره قرباني ورکړې ده.

بل خوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره پر پوله له ټولو اورپکو سره جګړې ته هوډمن دی:

''په تېرو وختونو کې هم په پاکستان دا تورونه لګول شوي چې د اورپکو پرضد څه نه کوي او پاکستان باید ډېر نور څه وکړي، زه تاسې ته ډاډ درکوم له هغه وخت راهیسې چې موږ واک ته رسېدلي یو، ډېر عملیات مو کړي دي. په خیبر پښتونخوا په ځانګړې توګه خیبر ایجنسۍ، جنوبي وزیرستان، دره ادم خان او په هغو ځایونو کې چې موږ ته معلومات رارسېدلي، چې هلته اورپکي فعال دي، وسله والې ډلې شته، حکومت ډېر لوی او پیاوړي عملیات کړي دي. ''

مایک مولن دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په پام کې ده چې په څو ورځو کې خپله دنده پرېږدي او په کور کښېني.

نوموړي کانګریسیانو ته په څرګندونو کې دا هم وویل چې د میدان وردګو ولایت له حقاني جنګیالیو سره په دواړو بریدونو کې چې لږترلږه ۳۰ امریکايي پوځيان پکې ووژل شول او ۷۷ نور ټپیان شول، د آی اېس آی مرسته د حقاني له شبکې سره ملګرې وه:

Image caption په ۱۹۸۰مه لسیزه کې افغانستان کې د وخت د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال له شوروي لښکرو سره د حقاني په مشرۍ د جنګېدونکې ډلې ترشا هم آی اېس ایا او هم سي آی اې وه.

''حقاني ډله د آی اېس آی د لاس لکړه ده، لوی او کوچني اغېزمن بریدونه که هغه د کابل یا وردګو وو، ټول د آی اېس آی په مرسته شوي او موږ پرې خبر وو چې آی اېس آی لاس پکې درلود.''

مایک مولن داهم ویل که پاکستان په نورو ځایونو کې د جنګ اور ته لمن وهي، دا لیرې نه ده چې ددغه اور لمبې به د پاکستان امنیت هم وشړوي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړيکي د تېرې مۍ پر دویمه پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته ترینګلي شول.

په ۱۹۸۰مه لسیزه کې افغانستان کې د وخت د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال له شوروي لښکرو سره د حقاني په مشرۍ د جنګېدونکې ډلې ترشا هم آی اېس ایا او هم سي آی اې وه.

ورته مطالب