ملي امنیت: له قاصد بریدګر سره په مذاکراتو خبر نه وو

شفیق الله طاهري د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption شفیق الله طاهري:''بریدګر له ورتلو بې خبره ساتل شوي و چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني یې وواژه.''

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي دوی کابل ته د سولې د استازي په جامه کې د هغه ځانمرګي بریدګر له ورتلو بې خبره ساتل شوي و چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني یې وواژه.

دغه اداره دا هم وایي چې دوی د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.

تر دې وړاندې د امنیتي سرچینو اشارې دا وې چې د برید په تړاو ګواکې یو شکمن کس نیول شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې دغه چورلټه انکار ظاهراً هغو توندو نیوکو ته غبرګون دی چې د سولې د کمیسیون د مشر برهان الدین رباني د وژل کیدو له اړخه دا مهال دغه اداره ورسره مخامخ ده.

په رسنیو کې یو په بل پسې راتلونکې دغه نیوکې هم تر ډېره د هغو سیاست والو او پخوانیو حکومتي چارواکو له لورې تکراریږي چې اوس مهال له حکومت سره په مخالف دریځ یا اپوزیسون کې دي.

د دغو نیوکو د مینځ خبره همدا ده چې د ملي امنیت ادارې ګواکې کابل ته د طالبانو د مشرانو له لورې د سولې د استازي په جامه کې د هغه ورغلي برید کوونکي په پيژندګوۍ کې غفلت کړی چې ښاغلی رباني یې د سه شنبې په ورځ په خپل کور کې وواژه.

خو د ملي امنیت د ادارې یوه چارواکي شفیق الله طاهري په کابل کې خبر یالانو ته په لنډو ټکې وویل دوی اصلاً کابل ته د دغه راز یوه کس له ورتلو او د سولې د کمیسیون له مشر برهان الدین رباني د هغه د لیدو له بلان نه خبر نه لاره:

''متاسفانه د ملي امنیت ریاست له هماغه پیله ددغو خبرو اترو له بهیر نه چې پایله یې د استاد برهان الدین رباني وزنه راووته، بې خبره و.''

د ملي امنیت ادارې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره دغه خبري کنفرانس ته له طالبانو سره د سولې د شورا رابط چارواکی رحمت الله واحد یار چې مخامخ یې دغه رابطه او خبرې تنظیم کړې وې هم وروستی و.

د ښاغلي واحدیار د اوږدو څرګندونو لنډیز دا و چې د ده په منځګړیتوب کابل ته د طالبانو د دغه استازي ورتلو ګواکې څلور میاشتې نیولې وې او دا چې د سولې د عالي شورا د دار الانشاء ریس معصوم ستانکزي پخپله د دغه بهیر څارنه کوله.

Image caption د ملي امنیت ادارې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره دغه خبري کنفرانس ته له طالبانو سره د سولې د شورا رابط چارواکی رحمت الله واحد یار چې مخامخ یې دغه رابطه او خبرې تنظیم کړې وې هم وروستی و.

د برید پر مهال ښاغلی ستانکزی او ښاغلی واحدیار دواړه د برهان الدین رباني تر څنګه ولاړ و چې دواړه ژوبل شوي خو د ښاغلي ستانکزي تپونه درانه بلل کیږي او ویل کیږي چې د درملنې لپاره په بګرام کې د امریکایي سرتیرو روغتون ته استول شوی.

په سر کې د امنیتي سرچینو له لورې په برید کې د دو ترهګرو د ګډون خبره کېده او دا هم ویل کیدل چې یو برید کوونکی ژوندی نیول شوی.

خو اوس داسې بریښي چې نیول شوی کس همدغه رابط یعنی ښاغلی واحدیار و چې اوس یې ملي امنیت شکمن نه بلکه په برید کې متضرر شوی کس بولي.

له دغه ټول جریان نه لږ تر لږه دا خبره معلومیږي چې د افغان حکومت د بیلابیلو ادارو تر مینځه ان د امنیت په څیر په مهمو مسایلو کې همکاري کمزورې او بر عکس خوشباوري ډیره ده او ښایي په تیرو څو میاشتو کې د دریم ځل لپاره په ورته تاکتیک یعنې د لونګۍ پر مت د ځانمرګي برید تکرارد همدا ډول کمزورې همکارې او بر عکس زیاتې خوشباورۍ پایله وي.

ورته مطالب