ناټو: د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژونکی ووژل شو

وژل شوي امریکايي پوځيان د انځور حقوق AP
Image caption امریکا خبرداری ورکړی، چې د شینوک الوتکې په راغورولو کې ټول ښکېل کسان به په نښه کوي.

ناټو ویلي د طالبانو هغه قومندان یې وژلی، چې تېره میاشت یې په میدان وردګو کې د اوو افغان سرتېرو په ګډون ۳۸ ځانګړي امریکايي ځواکونه د یوې چورلکې په راغورځولو سره ووژل.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي، هغه طالب قومندان یې وژلی، چې تېره میاشت یې په میدان وردګو ولایت کې د افغان سرتېرو په ګډون د یوې چورلکې په راغورځولو سره ۳۸ ځانګړي امریکايي ځواکونه ووژل.

ناټو ویلي، قاري طاهر یې د مرکزي ولایت میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پرمهال وژلی.

د بهرنیو ځواکونو په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي:''قاري طاهر د سید اباد په تنګي دره کې یو جګپوړی قومندان و، چې د تېر اګست پر پنځمه یې هم پرضد ګډ عملیات شوي وو، چې چینوک الوتکه یې په ترڅ کې راولوېده.''

د تېر اګست په لومړیو کې د میدان وردګو سید اباد په تنګي دره کې د شپې مهال د امریکا چینوک الوتکه راغورځول شوه، چې ۳۸ افغان او امریکايي پوځيان پکې ووژل شول.

دا په تېرو لسو کلونو کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو ته تر ټولو لویه خونړۍ پېښه وه.

د ناټو ویناپاڼه کاږي ''د هوايي دقیق برید په پایل هکې د طالبانو مشر قاري طاهر او یو شمېر نور سخت دريځي د سید اباد په یوه وچ خوړ کې راګیر شول.''

ویناپاڼه زیاتوي، قاري طاهر د جنګیالیو اورپکو د یوې داسې ډلې مشري کوله په تنګي دره کې یې فعالیت درلود او په سیمه کې د سړک غاړې د ماینونو په خښولو یې شهرت درلود.

د امریکا د چینوک چورلکې تر ماتېدو څو ورځې وروسته، افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن وویل، هغه طالب قومندان چې دا چورلکه یې په نښه کړې، په هوايي برید کې په نښه شوی او وژل شوی دی.

خو یوه جګپوړي افغان چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، قاري طاهر امریکايي ځواکونو سیمې ته په چل ورغوښتي وو.

د امریکايي چورلکې د رالوېدو په پېښه کې اووه افغان سرتېري، یو ژباړن او امریکايي پوځيان ووژل شول.

ورته مطالب