د کونړ پر دان ګام پاکستان بیا توغندي ویشتلي

کونړ
Image caption څو میاشتې وړاندې د کونړ پر دغو سرحدي ولسوالیو بریدونه وشول، چې د مخنيوي لپاره یې د لوړې کچې دپلوماتیکو هڅو په لړ کې دغه ډزې ودرېدې، خو اوس بیا پیل شوې.

د افغانستان کونړ والي سید فضل الله واحدي بي بي سي ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې ددغه ولایت پر 'دان ګام' ولسوالۍ بیا د پاکستان له لوري توغندي راغلي، چې لږترلږه یو کس پکې وژل شوی، یو بل ټپي دی او ګڼ خلک یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د افغانستان ختيځ ولایت کونړ 'دان ګام' ولسوالۍ بیا د پاکستان له لوري توغندي راغلي.

د کونړ والي سید فضل الله واحدي وايي له دوو ورځو راهیسې دغو توغندیزو بریدونو لږترلږه یو کس وژلی او یو بل یې ټپی کړی دی.

ښاغلي واحدي وویل، چې تر اوسه ۲۵۰ مرمۍ د 'دان ګام' په بېلابېلو سیمو لګېدلي، دوه جوماتونه پکې ویجاړ شوي، شپږ کورونه، څاروي او ګڼ شمېر خلک د کورنو پرېښودو ته اړ شوي.

دی وايي: ''دا زموږ پر خاوره تېری دی او دا بریدونه باید نور ودورول شوي، زموږ حوصله هم په ختمېدو ده. دا لومړی ځل نه دی، څو میاشتې وړاندې هم پر کونړ بریدونه وشول.''

د دان ګام خلکو هم بي بي سي ته ویلي چې پر موږ بده ورځ جوړه شوې ده.

دوی وايي'' له سرحد څخه ۵۰ کیلومتره راکوز د خلکو کورونه ویشتل کېږي، هېڅوک هم خپل کار او کروندې ته نه شی وتلای. یوه لار راته پاتې ده چې خپل کورونه پرېږدو او کډه شو.''

د دان ګام خلک وايي، حکومت دې جدي ګام واخي او پاکستان دې نور پر موږ مرمۍ نه راوروي.

د ولايتي شورا رییس حاجي میا حسن عادل بي بي سي ته وویل، د خبرو له لارې دې دا مساله حل شي او زموږ ولس دې نه په عذابوي.

څو میاشتې وړاندې د کونړ پر دغو سرحدي ولسوالیو بریدونه وشول، چې د مخنيوي لپاره یې د لوړې کچې دپلوماتیکو هڅو په لړ کې دغه ډزې ودرېدې، خو اوس بیا پیل شوې.

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې پر 'ګوهر دېش' سیمې ۳۰ مرمۍ لګېدلې او خلک یې کډې کولو ته اړ شوي.

ورته مطالب