کابل کې د تیاتر اوو ملي جشن

د افغانستان د تياتر څلور ورځنى اووم ملي جشن په کابل کې پيل شو. په دغه جشن کې د افغانستان پر ۱۱ ولايتي ډلو سربېره د پلازمېنې کابل لس هنري لوبډلې هم خپلې نندارې وړاندې کوي.

په دغه جشن کې به سربيره د افغانستان پر ۱۱ ولايتي ډلو د پلازمېنې کابل لس هنري لوبډلې هم خپلې نندارې وړاندې کړي.

د جشن سنبالوونکي وايي چې سوله، د ښځو حقونه او د نشه يي توکيو ضد مبارزه به د گڼو نندارو منځپانگه وي.

مينه وال کولاى شي چې چې د افغانستان د تياتر د ملي جشن نندارې په وړيا توگه وگوري.

په کابل کې گويټه انسټيټيوټ او يو شمېر نور کورني او بهرني بنسټونه غواړي چې ددغه جشن په جوړولو سره په دغه هېواد کې د تياتر د تتې ډيوې ځلا شوخه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .