افغانستان: د هرات د بس چاودنې ۱۱ ماشومان ووژل

لښکرګاه د انځور حقوق AFP
Image caption د لښکرګاه برید د پولیسو قومندانۍ ته څېرمه شوی چې نژدې ځایونه یې زیانمن کړي.

د افغانستان په لوېديځ کې د سړک غاړې پر یوه خښ شوي ماین د ولسي وګړو د سپرلۍ ګاډی ختلی، چې له کبله یې د ۱۱ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي.

چاودنه داسې مهال شوې، چې په هرات ولایت کې کې د واده تر مراسمو وروسته مېلمانه خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې وو.

د هرات د والي ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په چاودنه کې څلور ښځې او بس چلوونکی هم وژل شوی.

په یوه بله جلا پېښه کې د افغانستان په جنوب کې پر یوې هغې نانوایۍ هم ځانمرګی برید شوی، چې پولیسو ته یې وچه ډوډۍ پخوله.

چارواکي وايي په برید کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

برید د هلمند مرکز لښکرګاه د پولیسو قومندانۍ ته څېرمه شوی.

د عیني شاهدانو په وینا، برید داسې مهال شوی، چې پولیس د وچې ډوډۍ په رانیولو بوخت وو.

پولیس وايي په وژل شوو کې دوه ولسي وګړي دي.

د لښکرګاه سیمه ییزو خلکو او هټیوالو د بي بي سي بلال سروري ته ویلي، له چاودنې وروسته له سیمې لوخړې پورته شوې.

خبریالان وايي، د افغانستان په روانه جګړه او تاوتریخوالي کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر ډېرېدو ده.

د تېرې میاشتې د ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي، د روان کال په لومړي نیمايي کې افغانستان کې ۱۴۶۲ ولسي وګړي وژل شوي، چې د تېر کال تر دې مودې پرتله د ولسي وګړو د وژل کېدو ۱۵٪ زیاتوالی ښيي.

په راپور کې د ولسي وګړو د ۸۰٪ وژنو پړه پر اورپکو اچول شوې.

شمېرې ښيي چې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې هم ګڼ ولسي وګړي وژل شوي دي.

لښکرګاه یو له هغو سیمو ده، چې افغان ځواکونو ته یې د امنيتي چارو په لومړي پړاو کې امنیتي چارو افغانانو ته وسپارل شوې.

په پام کې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو بهیر بشپړ شي.

ورته مطالب