پارلمان: م.م دې د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي

افغان پارلمان
Image caption د افغانستان د ولسي د دفاعي چارو د کمیسیون غړي دغه بریدونه، له نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله او پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې د دغې ستونزې په هواري کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان د ملي شورا د دفاعي چارو کمیسیون، له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان پرخاوره د پاکستاني راکټونو د بندېدو په برخه کې دې مداخله وکړي.

په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري شا و خوا ۲۰۰ راکټونه د افغانستان پرختیځ ولایت کونړ وېشتل شوي، چې د ځايي چارواکو په خبره سلګونه خلک يې د کورونو پرېښودو ته اړکړي دي.

د افغانستان د ولسي د دفاعي چارو د کمیسیون غړي دغه بریدونه، له نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله او پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې د دغې ستونزې په هواري کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د ختيځ ولایت، د کونړ په ځینو برخو، د پاکستان راکټي بریدونو د افغان چارواکو جدي غبرګونونه راپارولي.

د کونړ سیمه ییزو چارواکو د پاکستان له لوري دغه شوي بریدونه نېغ په نېغه د افغانستان پر خاورې تېری او د ملي شورا د دفاعي چارو کمیسیون بیا،غلیمانه ګامونه بللي دي.

د دغه کمیسیون غړو نن په همدې تړاو په خپلې غونډې کې پر ملګرو ملتونو مخامخ غږ وکړ، چې پر افغانستان د پاکستان له لوری د دوی په ټکو دغه روان تیری ودروي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون مشره شکریه بارکزی د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او دپولو د ساتنې د ټینګار ترڅنګ يي، د دغې ستونزې د هواري لپاره د ملګرو ملتونو دمنځګړیتوب غوښتنه وکړه.

''موږ د ولسي جرګې د دفاعي او ځمکنۍ بشپړتیا کمیسیون په داسې حال کې چې د پاکستان له دښمنۍ ډک دغه عمل غندو، ددغو ټکو د پلي کېدو غوښتنه هم کوو:

  • د افغانستان پر خاوره د توغندیو د توغولو ژر تر ژره درول.
  • ددې بحران په حل کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مداخله.
  • د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او پولو په ساتنې کې ټولو ملي او دولتي ځواکونو راټولېدل.
  • د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د پرله پسې لاس وهنې د مخنیوي لپاره د هېواد دیپلوماتیکي هڅې. او یو بل ته د دواړو خواوو درناوی کول.''

د دغه کمیسیون غړو د پاکستان له لوري دغه بریدونه له نړیوالو قوانیونو سرغړونه وبلله او د کابل او اسلام اباد ترمنځ یې د اړیکو د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

اغلۍ بارکزې د بریدونو په مخنیوي کې په سملاسي ډول د افغان له لوري د متقابل ځواب نه ورکول، یو دوستانه زغم وباله، خو ټینګار یې دا و، چې پاکستان په وار وار د افغانستان پر ضد غلیمانه ګامونه اوچت کړي دي:

Image caption افغان چارواکي وايي د روان میلادي کال په جولای میاشت کې پاکستان شا و خوا ۹۰۰ توغندي پر افغانستان توغولي، چې په سلګونه کسانو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده.

''زه فکر کوم دا به ډېر ژر وي، چې ووایو، افغان دولت له دغو بریدونو سره سره ځان ګوښی کوي او وايي، چې مهرباني وکړی هرڅومره راکټونه چې توغولی شی ويي توغوی. هغه کسان، چې د دغو راکټونو له امله وژل کیږي، د افغانستان د خلکو یوه برخه ده، او افغان دولت د همدغو کسانو د ساتنې په برخه کې عام و تام مسوولیت لري. نو دومره هم بې دفاع نه یو ، چې دښمن فکر وکړي، موږ په ډېر اسانی موږ ته ماتې راکړي.''

افغان چارواکي وايي د روان میلادي کال په جولای میاشت کې پاکستان شا و خوا ۹۰۰ توغندي پر افغانستان توغولي، چې په سلګونه کسانو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم افغان چارواکو تل ټینګار کړی، چې دغه توغندي د پاکستان د دیر سيمې له پوځي اډو توغول شوي، خو پاکستان بیا دغه ادعا ردوي.

افغان دولت تراوسه د نویو بریدونو په اړه غبرګونه نه دی ښودلی، خو افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي و، چې دولت به يي پروړاندې پوځي غبرګون ونه ښيي، خو هڅه به وکړي، چې دغه ستونزه له ډیپلوماټیکو لارو هواره کړي.

ورته مطالب