ستاسې غږ: د افغانانو د پخلاينې لوستونه- تېر او اوس

په افغانستان کې د پخلاينې ستونزې او درسونه – د پنجشنې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.

د افغانانو جگړې ډېرې دي، خو سوله يې ښه تاريخ نلري، يا لږ تر لږه په خپل منځ کې يې د پخلاينې سابقه شتمنه نده.

د بېلتون په وروستيو دېرشو کلو کې د ساري په توگه ، پر جگړو د ټينگار تله درنده پاتې شوې، خو د سولې غږ يا ندى شوى او يا ندى منل شوى. ولې؟

ښايي ددې هرڅه دليل په افغان ذهنيت کې وې چې وايي"هغه چې د سولې غږ کوي هرومرو کمزورى دى، له کمزوري نه جگړه آسانه گټل کېږي!" د مخکني ولسمشر ډاکټر نجيب الله له پخلاينې سره چلند دغسې و. د اوسني ولسمشر حامد کرزي له پخلاينې سره هم چلند توپير نلري.

د پخلاينې اوسنۍ تگلارې کوم څيزونه له تېر نه اخيستلاى شول چې وايې نه خيستل او د تېر له کومو نيمگړتياوو نه ډډه په کار وه چې ونشوه؟

خپل نظر راسره د پنجشنبې پر ماښام په خپرونه کې شريک کړئ. د سټوډيو شمېره ده : 00442078360331

برېښنا ليک مو دې پتې ته رالېږلى شئ: pashto@bbc.co.uk

دغه راز خپل نظرونه زموږ د فېسبوک په پاڼه کې هم پرېښودلى شئ.

په افغانستان کې د پخلاينې ستونزې او درسونه – د پنجشنې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .