کابل کې د پاکستان پرضد لاریون وشو

په کابل کې د یو شمېر سیاسي ډلو ټپلو سلګونو پلویانو پر ختیځ ولایت کونړ د پاکستان د وروستیوتوغندیزو بریدونو پرضد مظاهره وکړه.

قهرجنو مظاهرچیانو په زیږه ژبه پر ملګرو ملتونو اوناټو ځواکونو هم نیوکې وکړي چې د پاکستان د دغو بریدونو د مخنیوي هڅه نه کوي.

د پاکستان پر ضد دغه قهرجنه مظاهره د کابل د نوي ښار له پارک نه پیل، د علومو د اکاډیمۍ په څلور لارې کې چې شاوخوا دوه کیلو ميتره واټن ليرې را ټوله او بېرته په یاد شوي پارک کې پای ته ورسېده.

د یو شمېر سیاسي ډلو ټپلو له لورې په دغې تنظیم شوې مظاهره کې سلګونو کابل ښاریانو برخه لرله، او په تنده ژبه یې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس آی او اسلام اباد پر ضد شعارونه ورکول.

د ټولو دغو قهرجنو مظاهره چیانو همدا یوه غوښتنه وه چې پاکستان دې په سم لاسي ډول پر افغان خاورې خپل توغندیز بریدونه او د دوی په ادعا د افغان سیاست والو مشرانو او څېرو ځنځیري وژنې دې ودروي.

دوی خپلې دغې غوښتنې په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یوناما ته په لیکلې بڼه وسپارلې.

د مظاهرې یو تنظیموونکي شاه محمود پوپل وویل که غوښتنې یې و نه منل شي د خپلو مظاهرو لړۍ به د هېواد نورو برخو ته هم وغزوي.

مظاهره چیانو پر افغان حکومت،ملګرو ملتونو او په دغه هېواد پر مېشتو بهرنیو ځواکونو هم کلکې نیوکې وکړې چې د پاکستان د توغندیزو بریدونو په وړاندې لاس تر زنې ناست دي.

سړکونو ته وتلو دغو کسانو د ای اس آی، پاکستاني پوځ او حکومت پر ضد یو شمېر لیکلي شعارونه هم له ځانه سره لېږدول.

دوی پرنړیوالې ټولنې غږ وکړ چې پر پاکستان کلک اقتصادي بندیزونه ولګوي او فشار پرې راوړي چې د افغانستان پر ختیځو سيمو بریدونه ودروي.

په کابل کې دغه مظاهره، پر اسلام اباد د افغان حکومت د وروستیو تندو او تازه نیوکو سره همهاله ترسره کېږي، افغان چارواکو پاکستان تر بل هر وخت دا وارې کلک تورن کړی چې په افغانستان کې نا امنۍ ته لمن وهي او دا چې طالب وسله وال او ځانمرګي دغه هیواد ته استوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .