کابل: تهران ته مو د بن په دویم کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه

Image caption په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د بن دویم کنفرانس په راتلونکي دسمبر کې جوړ شي.

افغان چارواکي وايي، ایران ته یې په دویم بن کنفرانس کې د ګډون لپاره بلنه ورکړې ده.

تمه کېږي، چې د افغانستان په اړه دویم بن کنفرانس د دسمبر په لومړيو کې د جرمني بن ښار کې جوړ شي.

د بهرنیو چارو افغان وزیر زلمي رسول په نیویارک کې خپل ایراني سیال علي اکبر صالحي سره په کتنه هغه ته دا بلنه ورکړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند فرامرز تمنا بي بي سي ته وویل، تمه لري، چې په دویم بن کنفرانس کې د ایران ګډون به دافغانستان به سوله کې مرسته وکړي.

ښاغلي تمنا وویل، د افغانستان په نورو نړیوالو کنفرانسونو کې ایران د یو شمېر ستونزو له کبله برخه نه درلوده، خو وايي دا ځل تمه لري، چې په دویم بن کنفرانس کې به ګډون وکړي.

که څه هم ایران په دویم بن کنفرانس د برخې اخیستلو لپاره تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو افغان چارواکي هیله ښيي، چې د ایران په ګډون یو شمېر نور ګاونډي هېوادونه به په په دغه کنفرانس کې د افغانستان د ثبات لپاره خپلې ژمنې تازه کړي.

ورته مطالب