کرزی: د طالبانو پرځای له پاکستان سره خبرې کوو

کرزی
Image caption ولسمشر کرزي دا څرګندوې داسې مهال کړې، چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ هم اړیکي ترینګلي شوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې پای ته ورسوي.

حامد کرزي په کابل کې د یو شمېر مذهبي مشرانو غونډې ته په وینا کې وویل، له پاکستان سره پر خبرو به خپله پاملرنه راټوله کړي.

نوموړي وویل، له طالبانو سره د خبرو هڅې ځکه پرېږدي، چې په وینا یې د هغوی ځای معلوم نه دی:

''زه پرته له دې ویلو بل ځواب نه لرم چې زموږ د خبرو بل لوری پاکستان دی؛ ځکه چې ملا محمد عمر نه شو پیدا کولای، چېرې دی؟ د طالبانو شورا نه شوی موندلای، چېرې دي؟ په حواله یې قاصد رالېږي او وژنې کوي. نو له چا سره خبرې وکړو؟ له پاکستان سره خبرې کوو.''

وړمه ورځ ښاغلي کرزي ویلي وو که پاکستان د برهان الدین رباني د وژنې په تړاو پلټنو کې همکاري ونه کړي، نو له ملګرو ملتونو به مرسته وغواړي.

ښاغلي کرزي په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې په راروانو دوه ورځو کې به پاکستان ته د پلټنو په لړ کې د حقایقو د موندلو یو پلاوی ولېږي.

ولسمشر کرزي دا څرګندوې داسې مهال کړې، چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ هم اړیکي ترینګلي شوي.

د تېرې جمعې پر ورځ امریکايي ولسمشر بارک اوباما په یوه راديويي مرکه کې له پاکستانه د حقاني ډلې د هر راز ملاتړ پرېښودو او پر ضد یې د مبارزې د سختولو غوښتنه وکړه.

پر اړیکو شک

نوموړي وویل''که چېرې پاکستانیان له حقاني ډلې سره اړیکي او یا ددغې ډلې ملاتړ کوي، نور یې باید ملا ونه تړي.''

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت له حقاني ډلې سره د خپل تړاو ادعاوې ردې کړې، خو د پاکستان یو شمېر امنيتي چارواکو پر دغو اړیکو شک ښودلی.

د پاکستان د ملي امنیت مخکني سلاکار جنرال محمود دراني وړاندې بي بي سي ته وویل د حقاني شبکه د پاکستان د شمالي وزیرستان په لیرو پرتو سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځ په حضور کې فعالیت کوي.

ښاغلي دراني وویل''نن شمالي وزیرستان یوه ګرمه مساله ده. دا یوازې د حقاني ډله نه ده. هرڅوک چې د ترهګرۍ په ډګر کې دي، هلته شته. که څه هم هلته پوځ شته، خو فکر کوم چې دغه ډلې هلته کافي خپلواکي لري.''

جنرال درانی وايي د پاکستان پوځ له حقاني ډلې سره د مخامخېدو توان نه لري.

ورته مطالب